امیر دریادار سیاري: د ایران  شجاع ملت  ناکامي نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177758-امیر_دریادار_سیاري_د_ایران_شجاع_ملت_ناکامي_نه_مني
پارس ټوډې:د ایران د پوځ د لوی درستیز  او د همغږۍ مرستیال، د دې  خبرې په  وئیلو سره چې د ایران ملت ماتېدونکی نه دی، وویل: تر هغه وخته چې  د ایران ولس په صحنې کې شتون  ولري، هېڅوک د ایران د  ناکامولو توان نه لري.
(last modified 2026-09-06T09:55:04+00:00 )
Sep 06, 2026 14:22 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ د لوي درستیز والۍ او د همغږۍ مرستیال؛ امیر دریادار حبیب‌ا... سیاري
    د ایران د پوځ د لوي درستیز والۍ او د همغږۍ مرستیال؛ امیر دریادار حبیب‌ا... سیاري

پارس ټوډې:د ایران د پوځ د لوی درستیز  او د همغږۍ مرستیال، د دې  خبرې په  وئیلو سره چې د ایران ملت ماتېدونکی نه دی، وویل: تر هغه وخته چې  د ایران ولس په صحنې کې شتون  ولري، هېڅوک د ایران د  ناکامولو توان نه لري.

زمونږ خبریال رآپور راکوي،  امیرالبحر حبیب‌ا... سیاري له در یم تپلي جنګه وروسته د وسله‌والو ځواکونو د وړتیاوو په اړه وویل: زمونږ دنده د ایران د وسله‌والو ځواکونو د مخه نیونکي قدرت لوړول دي. مونږ د ۱۲ ورځنۍ تپلي  جنګ، د رمضان جنګ او د هرمز تنګي جنګ  له تجروبو او زده‌کړو څخه په استفادې سره ، د احتمالي کمزوریو د له منځه وړلو او د خپلو پیاوړتیاوو د لا غښتلي کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

د ایران د پوځ د لوی درستیزوالۍ او د همغږۍ مرستیال، د ایران د سمندري او اقتصادي کلابندۍ په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل؛کله چې د ټرمپ خبرې راټولې کړو، وینو چې هغه تل څو جملې او ادعاګانې تکراروي؛ لکه دا چې ایران د ایټمي وسلو د لرلو حق نه لري، مونږ د ایران سمندري ځواک وځپه، د ایران هوايي ځواک مو وځپه، د هغوی اقتصادي وضعیت ترینګلی دی او هغوی خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او داسې ځینې نورې ډوزې.

امیر البحر سیاري  زیاته کړه؛ له دې پرته هغه بله خبره نه لري او مونږ هم له دغو تکراري څرګندونو سره عادت شوي یو.

سیاري په  دې په ټینګار سره چې د دغو څرګندونو وخت تېر شوی، وویل: که هغوی د میدان سړي وائ او غوښتل ئې چې د ونزویلا په څېر اقدام وکړي او بیا د خپل اقدام جشن ولمانځي، نو تر اوسه به ئې زرګونه ځله دا کار کړی وائ؛ خو امریکائي چارواکي  په ښه توګه پوهېږي چې د ایران د ملت د جنګي قدرت ، مقاومت او ارادې پر وړاندې هېڅ کار نه شي کولی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز  او د همغږۍ مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه مهال چې ولس په صحنې کې شتون  ولري، هېڅوک د ایران د ناکامولو توان نه لري.

هغه وویل: د ایران ملت تل په صحنې کې حاضر، ایثارګر او له ځانه تېرېدونکی ملت دی او د اته کلنې مقدسې دفاع له پای ته رسېدو وروسته ئې په ټولو کلونو کې دا ځانګړتیاوې ښودلې دي.

امیر البحر سیاري زیاته کړه چې  اوس هم د ایران ملت  له ځانه هماغه روحیه او هوډ  څرګند کړی او دا د قدردانۍ وړ دی.