ګوانتانامو، د امریکایی کډوالو د ورلیږلو لپاره تیاریږي
د امریکا حکومت نیت لري چې غیرقانوني کډوال د ګوانتانامو خطرناک زندان ته انتقال کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې په وینا کې غیرقانوني کډوال "جنایتکاران" بللي وو.
د فارس خبري اژانس په حواله د پارس ټوډې په وینا، ، له ۳۰۰ څخه ډیر امریکایي ځواکونه او سمندري ځواکونه د ګوانتانامو پوځي اډه، د غیرقانوني کډوالو د منلو لپاره چمتو کوي.
د امریکا پوځي ویب پاڼې "ملټري" راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې د ګوانتانامو بی پوځي اډې کې د 30 زروکسانو ظرفیت لرونکي د کډوالۍ مرکز د چمتو کولو امر لاسلیک کړی و او ادعا یې کړې وه چې ټاکل شوې هغه ډیر خطرناک غیرقانوني کډوال چې دی یې له امریکې د ایستلو نیت لري، په دغه ځاې کښې وساتل شي.
ګوانتانامو د امریکا د پوځي اډې موقعیت دی چې په همدې نوم ده؛ هغه ځای چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نړیوالو ترهګرو د زنداني کولو په پلمه جوړ شوی و.
احصایې ښیي چې په امریکا کې د ۱۱ او ۱۵ ملیون ترمنځ غیرقانوني کډوال ژوند کوي.