په غزې د اسرائیلو د بریدونو دوباره پیلیدو ته نړیوال غبرګونونه
په داسې حال کې چې د اسراییلو پوځ د غزې په مختلفو سیمو خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکوي، نړیوالې ټولنې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د غزې د بې دفاع خلکو پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو نوې لړۍ او د څو سوو فلسطیني ملکي وګړو وژله، چې پکې بې ګناه ښځې او ماشومان هم شامل دي، په کلکه وغندله.
عرب ټولنې هم دا بریدونه په سختو ټکو وغندل او د نړیوالې ټولنې څخه یې د رژیم د تیري د بندولو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.
ړ سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغو بریدونو ته په غبرګون کښې هغه په کلکه وغندل او ټینګار یې وکړ چې د غزې په وړاندې د اشغالګر رژیم دوامداره یرغل د منلو وړ نه دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د غزې په تړانګه د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د بریدونو بیا پیل په سختو ټکو وغنده.
اخوا د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم په غزه کې د بې دفاع ملکي وګړو په وړاندې د اسراییلي رژیم لخوا نوي وحشیانه پوځي بریدونه په سختو ټکو وغندل او ټینګار یې وکړ چې دا تیري ګر اقدامات له نړیوالو او بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د اسراییلو د رژیم لخوا د اوربند د تړون د ټولو مرحلو په بشپړ ډول د رعایت کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا اعلامیه کې دا بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم اقدامات ښیي چې دغه رژیم د خپلې "نسل وژنې" پالیسۍ نوي پړاو ته داخل شوی دی.
په دې لړ کښې د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې دا بریدونه "د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه او یو خطرناک عمل" وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې نښتو د سمدستي بندولو لپاره مداخله وکړي.
یونیسف هم یوه اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې په غزه کې د ماشومانو وضعیت غمیزه ناک دی. د غزې په سیمه کې د دې سازمان ویاند وویل چې ماشومان په دوامداره توګه د تاوتریخوالي سره مخ دي او د دوی حقونه په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي. هغه دا هم یادونه وکړه چې د جګړې بیا پیل د بشري مرستو د سخت کمښت او د روغتیا خدماتو د سقوط لامل شوی دی.
له دې مخکښې پاکستان او افغانستان هم په غزې باندې د اسرائیلو د بریدونو دوباره پیلیدل په کلکه غندلي وو،
د صهونیسټي رژیم پوځ له پرون سهار څخه په غزې تړانګې باندې خپل پوځي تیری یوځل بیا پيل کړی دی.