د ټرمپ تعرفه‌ای جګړه؛ د امریکایانو د پانګې سره قمار
(last modified Sat, 12 Apr 2025 10:33:38 GMT )
Apr 12, 2025 15:03 Asia/Kabul
  • د ټرمپ تعرفه‌ای جګړه؛ د امریکایانو د پانګې سره قمار

پارس ‌ټودي - په داسې حال کې چې د ټرمپ تعرفې د تجارتي سیالانو د فشارولو په موخه لګول شوې وې، خو په عمل کې څه چې پېښ شول، د بازارونو سقوط او د امریکایي کورنیو د عوایدو کمښت و.

د امریکا د سټاک بازار وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» پر وارداتیو د درنو تعرفو د لګولو اعلان وکړ، د خپل ارزښت ټریلیونونه ډالره یې له لاسه ورکړل.

د فارس خبري اژانس په حواله، د پارس‌ ټودي د راپور له مخې، دې پریکړې پر نړیوالو شاخصونو سمدستي او منفي اغېز وکړ؛ د جاپان نیکي او د آلمان داکس شاخصونه هغه شاخصونه وو چې د نړیوال تجارت د زیانمنېدو له امله له دې پریکړې سره مخ په کمښت شول.

خو بیا هم، بازارونه د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ له خوا د لسګونو هېوادونو پر وړاندې د تعرفو د ۹۰ ورځني تعلیق اعلان سره یو څه پرمختګ وکړ، خو بیا د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا یې سقوط تجربه کړ.

ټرمپ ویلي چې د جاپان او سویلي کوریا په څېر هېوادونو سره په خبرو اترو بوخت دی ترڅو هغه څه ترلاسه کړي چې د هغه مطبوعاتي ویاندې «کارولین لِویت» ورته «ځانګړي او هدفمند تجارتي توافقات» ویلي دي.

په ورته وخت کې، د فاکس ویبپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې دا پوښتنه راپورته کړه چې دا ډول توافقات څومره ژر پایلې ورکولی شي پرته له دې چې په مالي بازارونو کې نوره ګډوډي رامنځته کړي؟

 

اصلي زیانمن شوي: امریکایان، نه یوازې شتمن

د دې راپور له مخې، یو عام تصور شته چې د سټاک بازار فعالیت یوازې پر شتمنو اغېز کوي.

دا نظر بې بنسټه نه دی؛ ځکه چې د امریکا د مرکزي بانک (فدرال رزرو) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې، د ۱۰ سلنه تر ټولو شتمنو امریکایانو د امریکا د ټولو سټاکونو ۹۳ سلنه ملکیت درلود، خو د فاکس راپور ټینګار کوي چې موضوع دومره ساده نه ده.

د امریکا د خلکو لویه برخه هم په یوه نه یوه بڼه په سټاک بازار کې پانګونه کړې ده او په پایله کې، د بازار د ارزښت کمښت پر کم‌عایده قشرونو پراخه او ځینې وختونه دردناکه اغېزه لري.

 

تقاعد کېدونکي او تر ټولو زیانمنې ډلې

هغه کسان په امریکا کې چې د تقاعد په درشل کې دي یا اوس تقاعد شوي، د بازار د کمښت له امله د زیانونو د جبران لپاره کافي وخت نه لري او دا موضوع کیدای شي د دوی د تقاعد شتمنیو ارزښت په شدت سره کم کړي.

په پایله کې، دوی ممکن مجبور شي خپلې پانګونې کمې کړي یا خپل لګښتونه راکم کړي.

له بلې خوا، داسې ښکاري چې د امریکا منځنۍ طبقه به د ټرمپ د تعرفو د اقتصادي پایلو تر ټولو لویه زیانمنه وي؛ هغه سیاستونه چې ډېری اقتصاد پوهان یې د اقتصادي رکود د احتمال د زیاتوالي په اړه فکر کولو ته اړ کړي دي.

دا اغېزې یوازې په شتمنیو کمښت پورې محدودې نه دي؛ بلکې کورنۍ ممکن د بیو د زیاتوالي او د کار بازار د سختېدو سره هم مخ شي.

سربېره پر دې، شرکتونه ممکن د لګښتونو د کمولو لپاره کارکوونکي کم کړي، چې په پایله کې به د بېکارۍ کچه لوړه شي.

 

د ژمنې او حقیقت ترمنځ تضاد

په ټولیزه توګه، د فاکس راپور پایله اخلي چې د ډونالډ ټرمپ تجارتي تعرفې ممکن د هغه د اعلان شوي هدف (یعنې د امریکا شتمن کول) پرخلاف عمل وکړي او په عمل کې، د عادي امریکایانو د مالي هوساینې کمښت، اقتصادي نابرابرۍ زیاتوالی، او په بازارونو کې د بې ثباتۍ زیاتوالي لامل شي.