په قاهره کې فلسطیني مشران: صهیونیسټي نیواکګر باید له غزې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166350-په_قاهره_کې_فلسطیني_مشران_صهیونیسټي_نیواکګر_باید_له_غزې_ووځي
پارس ‌ټوډې- د فلسطیني مبارزو ډلو مشران له غزې څخه د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو عسکرو د وتلو، د  اوربند د بشپړ اجرا کولو او د غزې د بیا رغونې پر پیل  ټینګار کړی دی.
(last modified 2025-10-25T09:59:52+00:00 )
Oct 25, 2025 14:08 Asia/Kabul
  • په قاهره کې فلسطیني مشران: صهیونیسټي نیواکګر باید له غزې ووځي

پارس ‌ټوډې- د فلسطیني مبارزو ډلو مشران له غزې څخه د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو عسکرو د وتلو، د  اوربند د بشپړ اجرا کولو او د غزې د بیا رغونې پر پیل  ټینګار کړی دی.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د فلسطین مقاومتي ډلو مشران تېره جمعه په قاهره کې د دوو ورځو غونډې په پای کې چې د مصر د حکومت په رسمي بلنې سره او د دغه  هېواد د ولسمشر «عبدالفتاح السیسي» په ملاتړ کې ترسره شوه، د اوربند د  موافقې د بشپړ اجرا کولو، د اسرائیلي رژیم  د نیواکګرو عسکرو له  غزې څخه په  وتلو، د کلابندۍ په ختمولو او د دغې سیمې د بیا جوړولو  د پیلولو غوښته کړې ده.

په دغې غونډې کې د غزې د اوربند لپاره د امریکاد  ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»  د دویمې مرحلې پلان وڅېړل شو او د فلسطین ملي پروژې د ساتنې او د  ملي یووالي د بیرته  احیاء کولو  په موخې سره  د جامعو ملي خبرو اترو د ترسره کولو مقدمات برابر  شول.

فلسطیني ډلو مشرانو همدارنګه د غزې، لوېدیځي غاړې او د  قدس  له نیواکي ټاټوبو سره د هر ډول الحاق یا اجباري کډوالۍ پلانونه په سخته وغندل.

د غزې اوربند ته د فلسطین د مقاومتي ډلو د ژمنې شرط، موافقې ته د وحشي  صهیونیسټي رژیم ژمنتیا ده.

په عین  حال کې د فلسطین جهاد اسلامي عمومي منشي، زیاد النخاله، په ټینګار سره وویل چې په  غزې کې د اوربند موافقې د پیاوړي کېدو شرط د فلسطیني مبارزو ډلو  او اسرائیلي رژيم دواړو خوا د دغې موافقې  توافق د مادو  د اجرا کولو ژمنې دي، تر هغه چې  اسرائیلي رژیم اوربند ته ژمن وي، فلسطینیان به هم ورته ژمن پاتې شي.

 

د حماس غورځنګ ویاند: موږ اوربند ته ژمن یو

همدارنګه په غزه کې، د فلسطین د اسلامي مقاومتي غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم،په  یولړ څرګندونو کې وویل چې دا غورځنګ د منځګړو د  هڅو په پایله کې ترلاسه شوي اوربند د موافقې تفصیلاتو ته پر خپلې ژمنې  ټینګارکوي.

حازم قاسم له الجزیرې سره په مرکه کې د دې خبرې په څرګندولو سره چې موږ له صهیونیسټي نیواکګرو څخه غواړو چې د خپلو ژمنو په تیره بیا د هوايي یرغلونو د بندولو، د کلابندۍ د ختمولو او د نړیوالو مرستو د  واریدیدا چارې دې عملي  کړي، زیاته یې کړه: حماس له جګړې وروسته په غزه کې د حکومت د  جوړښت په اړه  د فلسطین  د ملي  موافقې د ترلاسه کولو په تمه دی چې ټولې پاتې مسلې حل کړي.

 

صهیونیسټي رژیم باید د غزې د بیا جوړولو لګښت ورکړي

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر غړي، «موسی ابومرزوق»، هم پخپلوڅرګندونو کې ټینګار وکړ چې صهیونیسټي نیواکګر رژيم د غزې د تباهۍ مسؤل دی او باید د دغې سیمې د بیا جوړولو لګښتونه ورکړي.

ابومرزوق له سپوټنیک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د غزې د تباهۍ بیا جوړول فرض او له دوو میلیونو څخه زیاتو فلسطینيو وګړو حق دی چې خپل  کورونه، سرپناه او د عایداتو  سرچینې یې له لاسه ورکړې دي او اوس باید د هغوی ځایونه جوړ شي او لګښت یې هم ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: د امنیت شورا پرېکړه‌لیک د غزې په بیا جوړولو  ټینګار لري، ځکه چې نیواکګر د دغې سیمې د تخریب او تباهۍ مسؤل دي، باید د هغې د بیا جوړولو لګښتونه په بشپړ ډول ورکړي.

 

د یمن انصارالله: موږ د غزې اوربند ته  د اسرائیلو  ژمنې څارو

په  عین حال  کې د یمن عالي سیاسي شورا غړي، محمدعلي الحوثي، په څرګندونو کې وویل چې یمن تل د غزې اوربند په باب د صهیونیسټي رژیم ژمنې څاري. محمدعلي الحوثي ټینګار وکړ چې یمني ځواکونه د  هر ډول  سرو کرښو د ماتولو او د اسرائیلي دښمن احمقانه اقداماتوته د ځواب ورکولو لپاره په لوړې کچې چمتووالی لري.

د یمن انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «محمد البخیتي»، هم  له دې مخکې په څرګندونو کې ټینګار کړی وو چې موږ په هر حالت  او شرائطو کې  د غزې  د مظلومو خلکو تر څنګ درېږو.