د ایران او عربستان همکاري پر لوېدیځې اسیا څه اغېزې لري؟
پارس ټوډې - د "میډل ایسټ مانیټور" تحلیلي ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي: ایران او عربستان کولای شي د ګډ اقتصادي او امنیتي چاپېریال په جوړولو سره، نه یوازې خپلې ګټې زیاتې کړي، بلکې په لوېدیځه اسیا کې ثبات او سوله پیاوړې کړي.
ایران، د سیمې یو لوی هېواد په توګه، او عربستان، د اقتصادي تنوع پراخو پروګرامونو سره، کولای شي له خپلو پراخو سرچینو څخه د ګډ چاپېریال جوړولو لپاره ګټه واخلي چې دا ماډل په سیمه کې نورو هېوادونو او اسلامي سازمانونو ته د پراختیا وړ دی. همدارنګه، د نړیوالې انرژۍ د بدلونونو او سیمهییزو سیالیو په پام کې نیولو سره، د تهران او ریاض ترمنځ له پرته همکارۍ، په لوېدیځه اسیا کې دوامداره شخړې کولای شي د فرصتونو له لاسه ورکولو او نړیوال تاوتریخوالي زیاتوالي لامل شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په "میډل ایسټ مانیټور" راپور کې وړاندیز شوی چې ایران او عربستان خپله همکاري په درېیو کچو دوهاړخیزه، سیمهییزه او فراسیمهییزه برابره کړي او د ګډو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو سره، د نیابتي جګړو مدیریت او د ټکنالوژۍ ګواښونو مخنیوی پیاوړی کړي.
دې چلند کې د سیمهییزو مالوماتو د تبادلې شبکې جوړول، روښانه دفاعي تړونونه، د ۵۷ مسلمانو هېوادونو ترمنځ ګډ اقتصادي چاپېریال او ټولنیز ـ مذهبي مشورتي بنسټ پکې شامل دي.
د دې راپور له مخې، یوازې د پراخې سیاسي او اخلاقي ژمنې په مرسته کولای شو شخړې کمې کړو او اقتصادي، امنیتي او ټولنیز فرصتونه د ملتونو او سیمې په ګټه وکاروو. دا راپور د چین د منځګړیتوب یادونه کوي چې د ایران او عربستان اړیکو بیا پیلولو کې یې رول ولوباوه، دا فرصت یې تاریخي او بېساری ګڼلی دی. سیاسي شنونکي باور لري چې د تهران او ریاض اړیکو بیا پیل کولای شي د سیمهییزو تعاملاتو لاره بدله کړي او د تاوتریخوالي په کمولو، د متقابل باور په پیاوړتیا او په اقتصادي، ټکنالوژۍ او امنیتي برخو کې د همکارۍ زمینې جوړولو کې مرسته وکړي.