پاریس؛ داسي یو ځای چي ناوکۍ هم له فلسطیني ماشومانو څخه د ملاتړ حق نه لري!
https://parstoday.ir/ps/news/world-i159448-پاریس_داسي_یو_ځای_چي_ناوکۍ_هم_له_فلسطیني_ماشومانو_څخه_د_ملاتړ_حق_نه_لري!
پارس تودی – فرانسه د فلسطین د ملاتړو په اعتراضاتو کې د سور رنګ او د ناوکیو استعمال ممنوع ګرځولی دی.
(last modified 2025-04-28T09:51:41+00:00 )
Apr 28, 2025 14:20 Asia/Kabul
  •  په پاریس کې د فلسطینيانو په ملاتړ کې مظاهرې
     په پاریس کې د فلسطینيانو په ملاتړ کې مظاهرې

پارس تودی – فرانسه د فلسطین د ملاتړو په اعتراضاتو کې د سور رنګ او د ناوکیو استعمال ممنوع ګرځولی دی.

په فرانسه کې اوس له غزې څخه په ملاتړ کې په مظاهرو کې د سور رنګ او یا د هغو ناوکیو ښودنه چي د فلسطیني ماشومانو د حالاتو بیانوونکې دي، ممنوع شوې ده، په داسي حال کې چي اسرائیل رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له میاشتې هلته په نسل وژنې لګیا دی. د فرانسې حکومت د فلسطین ملاتړو مظاهره کوونکو ته امر کړی دی چي نور دې په خپلو اعتراضاتو کې د ناوکیو او سور رنګ له کارولو ډډه وکړي.

د پارس تودی له راپور سره سم، له غزې څخه په ملاتړ کې په مظاهرو کې چي په روانه اوونۍ کې په پاریس کې تر سره شو، د تیرو اوونیو په پرتله د پولیسو د ځواکونو شمېر زیات شوی وو څو د مظاهره کوونکو له لورې د سور رنګ او د ناوکیو د کارولو او د فلسطیني جامو د اچولو مخنیوی وکړي.

د فلسطین – اروپا د موسسې مدیر اولیویا زمور په دې هکله وویل: « د فرانسې حکومت مونږ ته خبر راکړی دی چي اجازه نه لرو چي د فلسطیني میندو، ماشومانو او بندیانو حالات نندارې ته وړاندې کړو، هغوی مونږ ته ویلي چي دا بوږنوونکی دی ، د هغو ماشومانو په اړه خبرې چي د خپل مېندو په غېږ کې ساه ورکوي، د سړې خوا ګرځوي.»

د فلسطین یو ملاتړ مظاهره کوونکی هم له دغه تضاد څخه د خواشینی په څرګندولو سره، وویل: د حکومت له نظره مظاهرې بوږنوونکې دي، په داسي حال کې چي په غزې کې د ماشومانو حقیقې قتل عام په دا ډول نه دی.»

هره اوونۍ د فرانسې د پلازمینې پاریس په یوه سیمه کې له غزې څخه په ملاتړ کې مظاهرې تر  سره کیږي.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال له اکټوبر څخه را په دې خوا، صهیونیستي رژیم ۵۱۳۰۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۷۰۹۶ تنه هم ژوبل شوي دي.