ګوټریس: د غزې خلک تر ټولو وحشیانه شرایط تجربه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i160506
پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې خلک له یوه داسې بحران سره مخ دي چې د اسرائیلو د پوځي بریدونو د زیاتوالي سره به شاید د دې شخړو تر ټولو وحشیانه دوره وي.
(last modified 2025-05-24T10:42:37+00:00 )
May 24, 2025 15:10 Asia/Kabul
  • ګوټریس: د غزې خلک تر ټولو وحشیانه شرایط تجربه کوي

پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې خلک له یوه داسې بحران سره مخ دي چې د اسرائیلو د پوځي بریدونو د زیاتوالي سره به شاید د دې شخړو تر ټولو وحشیانه دوره وي.

ګوټریش په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې هغه مرستې چې غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، خورا کمې دي او د غزې فلسطینیان له یوه داسې بحران سره مخ دي چې د اسرائیلو د پوځي بریدونو د زیاتوالي سره به شاید د دې شخړو تر ټولو سخت او وحشیانه دوره وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې د غزې خلکو ته د پراخو بشري مرستو اړتیا ده.