کولمبیا په لومړي ځل په فلسطین کې خپل سفیر وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i160650
پارس ټوډ‌ې – د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په لومړي ځل دې هېواد په فلسطین کې خپل سفیر ټاکلی دی.
(last modified 2025-05-27T13:13:08+00:00 )
May 27, 2025 17:41 Asia/Kabul
  • کولمبیا په لومړي ځل په فلسطین کې خپل سفیر وټاکه

پارس ټوډ‌ې – د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په لومړي ځل دې هېواد په فلسطین کې خپل سفیر ټاکلی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د "خورخه ایوان اوسپینا" د دې هېواد د لومړني سفیر په توګه د فلسطین په خاوره کې وټاکل شو.

اوسپینا د کولمبیا د ولسمشر له نږدې کسانو څخه دی.

دکولمبیا ولسمشر د ۲۰۲۴ په مې کې  له صهیونیسټي رژیم سره د ډیپلماتیکو اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ او د دې رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یې په غزه کې په نسل وژنې تورون کړ.

یو کال وړاندې هم کلمبیا په رام الله کې خپله سفارتخانه هم پرانیستې وه.