د غزې په نسل وژنه کې څومره نړیوال شرکتونه ګډون لري؟
-
فرانچسکا آلبانیز؛ د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې
پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې په یوه راپور کې د غزې په نسل وژنه کې د نړیوالو شرکتونو د ګډون اعلان وکړ.
د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا آلبانیز د چهار شنبې په ماښام په یوه راپور کې اعلان وکړ: له ۶۰ څخه ډېر نړیوال شرکتونه په غزه کې د اسراییلو په جنایتونو کې ګډون لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ آلبانیز وویل: دا راپور د حکومتونو، بشري حقونو مدافعینو، شرکتونو او اکاډمیکو معلوماتو له مخې له ۲۰۰ څخه زیاتو اسنادو او معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.
هغې په غزه کې د نسل وژنې په اړه د نړیوالو شرکتونو کړنې د "نسل وژنې کمپاین" یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه: په داسې حال کې چې په غزه کې ژوند له منځه ځي او لوېدیځه غاړه د زیاتیدونکي برید لاندې ده، دا راپور ښیي چې ولې نسل وژنه دوام لري: ځکه چې دا د ډېرو لپاره ګټه لري.
د آلبانیز په خپاره شوي لیست کې د لویو شرکتونو نومونه شامل دي، لکه لاک هیډ مارټین (Lockheed Martin)او لیونارډو (Leonardo)، چې د دې راپور له مخې د غزې په بریدونو کې د دوی وسلې کارول شوې وې.
د ماشینونو په برخه کې هم، کاټرپیلار (Caterpillar Inc) او ایچ ډي هیونډای (HD Hyundai) شرکتونه هم په لوېدیځه غاړه او غزه کې د فلسطیني ملکیتونو په ویجاړولو کې د کارول کېدو له امله ذکر شوي دي.
د آلبانیز راپور همدارنګه ټینګار کوي چې د اسراییلو په څارنیز سیسټم او د غزې په روانه ویجاړۍ کې د نړیوالو ټکنالوژۍ لویو شرکتونه مرکزي رول لري، په دې ډله کې، د آلفابیټ ( Alphabet - د ګوګل اصلي شرکت)، آمازون (Amazon)، مایکروسافټ (Microsoft)، آی بي ایم (IBM)، او پالانټیر ټکنالوژي (Palantir Technologies) شرکتونو نوم یاد شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکې په وینا، دغو شرکتونو د کلاوډ کمپیوټري خدماتو، مصنوعي هوش وسایلو او څارنیزو سیسټمونو په چمتو کولو سره، د فلسطینیانو پر وړاندې د اشغال او بریدونو په دوام کې مرسته کړې ده.
آلبانیز په دې راپور کې، له اسراییلو سره د دغو شرکتونو د همکارۍ درولو او د نړیوالو قوانینو د احتمالي سرغړونو لپاره د دوی اجرایوي رییسانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا راپور د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي. اسراییل او امریکا لا دمخه له دې شورا څخه وتلي دي، او دلیل یې د "اسرائیل پر وړاندې تعصب" بللی دی. د دې راپور په غبرګون کې، د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو له عمومي منشي آنتونیو ګوترش څخه غوښتي چې آلبانیز له دندې ګوښه کړي او د هغې راپور وغندي.