امريکا اوکراين سره څومره مرسته کړې ده؟
(last modified Tue, 08 Jul 2025 10:24:13 GMT )
Jul 08, 2025 14:54 Asia/Kabul
  • امريکا اوکراين سره څومره مرسته کړې ده؟

پارس‌ ټوډی - د آلمان د «کيل» اقتصادي څېړنيز انسټيټوټ په دې وروستيو کې د امريکا له خوا اوکراين ته د مرستو د کچې په اړه يو راپور خپور کړ.

د آلمان د «کيل» اقتصادي انسټيټوټ اعلان وکړ، تر اپريل پورې (غويي) متحده ایالاتو په ټوليزه توګه اوکراين ته ۱۲۳٫۳ ميليارده ډالره پوځي او مالي مرسته کړې ده.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، دا مرسته ۶۹٫۵ ميليارده ډالره پوځي ملاتړ، ۵۰٫۱ ميليارده ډالره مالي مرسته او ۳٫۷ ميليارده ډالره بشري مرسته بولي.

دا په داسې حال کې ده، د موجوده معلوماتو له مخې له مې میاشتې (غبرګولي) راهيسې کييو ته نوره مالي مرسته نه ده لېږل شوې.

د مارچ په پيل کې (وې سوری) او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ترمنځ په سپينه ماڼۍ کې له شخړې وروسته، واشنګټن خپلې ټولې پوځي مرستې کييو ته وځنډولې.

 

د اوکرايني او امريکايي چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې د مذاکراتو وروسته، امريکا د کييو سره د مرستو بيا پيلولو سره موافقه وکړه.

له دې وروسته، امريکايي رسنيو راپور ورکړ چې د متحده د دفاع وزارت (پنټاګون) د خپلو ذخيرو د کمښت له امله اندېښنې له کبله، اوکراين ته د ځينو هوايي دفاعي توغنديو او دقيقو مهماتو لېږد بند کړی دی.

روسېیې په تکرار سره ویلي، د لوېديځو هېوادونو او امريکا له خوا کييو ته د پوځي مرستو لېږل د پوځي شخړو د حل مخه نيسي او د ناټو هېوادونه د دې کړکېچ يوه برخه جوړوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم په دې اړه خبرداری ورکړی چې هر کاروان چې اوکراين ته وسلې لېږي، د روسيې د پوځ لپاره به مشروع هدف وي.

د کرملين قصر هم اعلان کړی، د لوېديځو هېوادونو له خوا اوکراين ته د وسلو لېږل د سولې خبرو مخه نيسي.