ورځپاڼو ته کتنه ۹-۴-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i16279-ورځپاڼو_ته_کتنه_۹_۴_۹۵
د تهران چاپ اکثروورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د قضائی قوې د هفتې په مناسبت په یولړ مراسمو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر وېناوې راخېستی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2016 08:07 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۹-۴-۹۵

د تهران چاپ اکثروورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د قضائی قوې د هفتې په مناسبت په یولړ مراسمو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر وېناوې راخېستی دی

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، حجت‌الاسلام والمسلمین ډاکټر حسن روحانی په دغه موقع په خپله وېنا کښې په دې باندې په تاکید سره چې پکار دی په هېواد کښې د امنیت د رامنځته کولو لپاره د قضائی قوې او قضائی چارواکو قدردان اوسو وویل،په هیڅ یو هېواد کښې به امنیت ټینګ نه شی مګر دا چې خلق د لانجو او دښمنیود ختمولو او له مجرمانوسره د مبارزې او د عدل او انصاف د رامنځته کولو په زمینه کښې د یوې بې طرفې، عالمې او کارآمدې قضائی قوې په پناه کښې وی.

-------------

ورځپاڼې ولیکل،

د اسلامی انقلاب ستر معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په یو حکم کښې جنرل پاسدار محمد حسین باقری د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وټاکه.

 

دایت الله العظمی خامنه ای په حکم کې جنرل محمد حسین باقری ته په خطاب کې راغلې دی: د سپیڅلې دفاع په موده او له هغې وورسته په تیره بیا د خاتم الانبیا هیډ کوارټر د مشرۍ په دوران کې ستاسو ښو خدماتو او ارزښتناکو تجربو ته په پام سره تاسو د ایران د وسله والو ځواکونو لوی د لویې درستیزوالۍ په مقام ټاکم .

---------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی په تهران کښې د قدس شریف د ازادۍ د فعالانو او د فلسطینی ډلو د دفترونود نمائندګانو په کتنه کښې وویل، د فلسطین مسئله د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره یو بنیادی او ترې نه تېرېدونکې مسئله ده چې هیڅ کله به په یوې فرعی مسئلې بدله نه شی.

--------

ورځپاڼې ولیکل د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې دخبرو اترو ماتې اعلان کړه.

--------

ورځپاڼې د پاکستانی چارواکو په حوالې سره ولیکل، کوشش کوو چې ښۀ طالبان د خبرو اترومېز ته راولوو.

-------

اطلاعات ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل، د یمن د حضر موت صوبې په المکلا ښار کښې د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا په څو چاودنو کښې تقریباً اته دېرش کسان مړۀ او یو شمېر ژوبل شول.

-------

ورځپاڼې د سوریې د رسنیو په نقل سره ولیکل د دغه هېواد کرد ځواکونه په حلب کښې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې اصلی هېډ کوارټر منبج ته داخل شول.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د عراقی سرچینوپه نقل سره ولیکل د بغداد کښې د سنیانو په یوجومات کښې د داعش ترهه ګرۍ ډلې لخوا د چاودنې له امله څوارلس تنه مړۀ او نهۀ دېرش نور ژوبل شول.

------

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د ملګرو ملتو د مشر بان کی مون له قوله ولیکل د اسرائیلولخوا د فلسطین پنځوس کلنې قبضې د فلسطینیانو ژوند نابود کړے دے.

---------

ورځپاڼې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری له قوله ولیکل، پکار دی د برطانوی عوامو د راې احترام وشی.

---------

ورځپاڼې د ډېپلومېټ نشریې په نقل سره ولیکل ، پاکستان اوایران د تعلقاتود پراختیا او مضبوطیه په حال کښې دی.

------

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د وسله والو ځواکونود لوړرتبه چارواکو او قوماندانانو د روژه ماتی په مراسمو کښې وویل، مونږ په چا باندې د تیری په فکر کښې نه یوو خو له ځانه د دفاع لپاره مو کلکه اراده کړې ده.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د حزب د مشر سید حسن نصرا... له دې څرګندونو وروسته چې ایران د حزب ا... پوره مالی ملاتړ کوی امریکائی چارواکو د سخت غبرګون څرګندونه کړې ده.

---------

ایران ورځپاڼې ولیکل د یمن په لسګونو روژه تیان مسلمانان له یوې خوا د سعودی د بمباریو او له بلې خوا د داعش د چاودنو له امله په خاورواو وینو کښې ولوغړېدل.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د ترکیې د استنبول په هوائی ډګر کښې د ترهه ګرۍ په چاودنو کښې په لسګونو تنه مړۀ او تقریباً یو نیم سل تنه ژوبل شول.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف د استبنول د ترهه ګرۍ حملې وغندلې.

---------

ورځپاڼې د ترک وزیراغظم په حوالې سره ولیکل د استنول په حمله کښې د داعش ډلې د لاس وهنې شواهد ترلاسه شوی دی.

-----------

جنګ ورځپاڼې د امریکائی سرچینو په نقل سره ولیکل، د دغه هېواد په اوریګون ایالت کښې د یو وسله وال کس په ډزو سره دوه تنه ووژل شول او له ډزو وروسته وسله تن پولیسوونیوۀ.

---------

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او په تړاو یې د بېلابېلو غبرګونونو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړی دی.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې په خپل یو مطلب کې لیکلی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ژمنه کړې چې نور به په پښتونخوا کې د افغان کډوالو ځورولو ته اجازه ورنه کړی.

په مطلب کې راغلی چې عمراخان په اسلام اباد کې له افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال سره په کتنه کې دا ویلی چې د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلی او د پولیسو له مشر سره به اړیکه نیسی او جدی لارښونه به ورته کوی چې په سم لاسی توګه له کډوالو سره سلوک سم کړی.

---------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی چې د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزی ویلی هیچاته به اجازه ورنه کړی چې په خپله خاوره کې افغانان وځوروی.

په مطلب کې راغلی چې اڅکزی ویلی، که افغانان په نورو سیمو کې ځورول کېږی نو پښتونخوا سیمه لویه ده هلته دې ورشی او دوی د هیڅ افغان لپاره شناختی کارت نه غواړی.

--------

خو سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د پاکستان مرکزی حکومت پرېکړه کړې چې پاکستان کې راجسټر شوی افغانان تر دوو نورو کلونو پورې پاتې کېدای شی.

په مطلب کې راغلی چې د پاکستان د حکومت چارواکو د دغه هېواد اې پی پی خبری اژانس ته ویلی، په پاکستان کې څه باندې یو نیم میلیون ثبت شوی افغانان اوسی، دغه شمېر ته د پاکستان د راجسټر او ډېټابېس ادارې له خوا کارتونه ورکړل شوی دی.

په مطلب کې د سرچینې په حواله لیکل شوی چې د دغو کارتونو د اعتبار موده د ۲۰۱۶ کال د جون د میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې پای ته رسېږی خو د نوې پرېکړې سره سم دا کسان به اجازه ولری چې دوه کاله نور هم په پاکستان کې پاتې شی.

-----

د لویدیځ چاپی آنتلانټیک خپرونې د امریکا د پخوانۍ لومړۍ میرمن لورا بوش په وینا لیکی دی چې ټول امریکایی پوځیان باید له افغانستانه ونه وځی او که داسې کیږی ټولې لاسته راوړنې به لاهو شی او هرڅه به بیا له سره پیلوو.

----------

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بمباری مسئله څېړلې ده.

ځینی وایی چې د چهاردرې ولسوالۍ په "اق مسجد" سیمه کې امریکایی الوتکو هغه برمته وژلی دی چې طالبانو له لوېو لارو ښکته کړی وو او له ځانونو سره یې بیولی وو.

----------