سنگاپور: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو یو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162956-سنگاپور_د_فلسطین_دولت_په_رسمیت_پېژندلو_ته_چمتو_یو
پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو په سازمان کې د فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړولو د طرحې د پرمختګ لپاره د هڅو په ترڅ کې، سنگاپور د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دی. 
(last modified 2025-07-30T21:47:50+00:00 )
Jul 31, 2025 02:15 Asia/Kabul
  • سنگاپور: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو یو

پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو په سازمان کې د فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړولو د طرحې د پرمختګ لپاره د هڅو په ترڅ کې، سنگاپور د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دی. 

د سنگاپور استازي کوین چیوک د ملګرو ملتونو په یوه لوړپوړې غونډه کې وویل: د دوی هېواد د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دی او کلیدي ټکی دا دی چې دا اقدام باید د سولې په لور پرمختګ سره مرسته وکړي. 

چیوک په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په یوه کنفرانس کې وویل: سنگاپور د غزې د ناروغانو د درملنې لپاره د یوې طبي ډلې د لېږلو په اړه هم غور کوي.

د سنگاپور استازي زیاته کړه چې په اوږدمهال کې، سنگاپور چمتو دی چې د تلپاتې اوربند له ترلاسه کولو وروسته د غزې په بیا رغونه کې برخه واخلي.

هغه وویل: دا هېواد تل د فلسطینیانو د خپلې خاورې د حق غوښتنې ملاتړ کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړو سره سم دی. 

د ملګرو ملتونو درې ورځنی کنفرانس چې د منځني ختیځ د سولې د حل لارې د پلي کولو په اړه و، پرون چهارشنبه پای ته ورسید.