د صهیونیسټي رژیم سپورټي ټیمونه دې له نړیوالو سیالیو وایستل شي
پارس ټوډی – د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د انساني حقوقوپه چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې فرانچسکا البانزه، له نړیوالو سیالیو د صهیونیسټي رژیم د سپورټي ټیمونو د ایستل کیدو غوښتنه وکړه.
پارس ټوډی – د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د انساني حقوقوپه چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې فرانچسکا البانزه، له نړیوالو سیالیو د صهیونیسټي رژیم د سپورټي ټیمونو د ایستل کیدو غوښتنه وکړه.
فرانچسکا البانزره پرون د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې د فلسطین د فوټبال د لوبغاړي د شهادت په غبرګون کښې، په ایکس کښې د یو پیغام په خپرولو سره، په نړیواله سویه له سپورټي سیالیو څخه د صهیونیسټي ټیمونو د ایستلو غوښتنه وکړه.
هغې له دې مخکښې هم په خپلو پیغامونو کښې څوڅو وارې د صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو له خوا د فلسطینیانو وژله غندلې وه.
هغې په خپل وروستي پيغام کښې لیکلي دي: «له سپورټي سیالیو د قاتلانو د ایستلو وخت رارسیدلی دی. راځئ چې ورزش او سپورټ له اپارټایډ او نسل وژنې پاک کړو».