روسیې څخه د تېلو پیریدو پر دوام د هند ټینګار
Aug 13, 2025 06:21 Asia/Kabul
پارس ټودی- د هند د بهرنیو چارو وزارت قایم مقام روسیې څخه د خام تېلو پیرویدو پر دوام ټینګار وکړ.
د هندي مالونو پر ۵۰ سلنه تعرفه او د روسیې تېلو پیرود له امله د ۲۵ سلنې اضافي عوارضو له امله، د هند د بهرنیو چارو وزارت قایم مقام «ویکرام میسری» په پارلمان د بهرنیو چارو دایمي کمیټې ته په راپور کې اعلان وکړ چې د واشنګټن اقتصادي فشارونو سره سره، دهلي نو د روسیې څخه د تېلو واردات نه دروي.
هغه د روسیې تېلو پیرود مخنیوي لپاره د امریکا اقدامات «ناسم فرضیاتو پر بنسټ چې د نړیوال انرژۍ بازار واقعیتونو سره هیڅ تړاو نه لري» وبلل.
ټیګونه