ولایتي: قفقاز د کوروش له وخته د ایران امنیتي حاشیه وه
پارس ټوډې – په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار د ایران لپاره له پخوا راهیسې د قفقاز سیمې پر اهمیت ټینګار وکړ.
په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علياکبر ولایتي د یکشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل: قرانکریم د مسلمانانو آسماني کتاب، ذوالقرنین ستایلی دی چې د علامه طباطبایي په څېر لوی مفسرین په دې باور دی چې هغه کوروش کبیر دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، ولایتي زیاته کړه: د هیرودوت د لیکنې پر اساس، د کوروش له وخته قفقاز تل د ایران امنیتي حاشیه وه او هغه هلته د وحشي قومونو د یرغل مخنیوي لپاره یو دیوال جوړ کړ.
رضايي: د چا د زور خبره نه منو
======
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون ویاند ابراهیم رضايي د یکشنبې په ورځ له مهر خبري آژانس سره په خبرو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د سولهایزې اټومي ټکنالوژۍ د حق پر قانوني والي په ټینګار سره وویل: د NPT د تړون د ۴مې مادې او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اساسنامې د ۲یمې مادې له مخې، د سوله ایزې اټومي ټکنالوژۍ درلودل، په تېره بیا د یورانیمو غني کول، د ایران مسلم حق دی او هېڅوک نشي کولای ایران له دې حقه محروم کړي. هغه د دې په بیان سره چې د لوېدیځو هیوادونو، په ځانګړې توګه د امریکایانو له خوا د ایران د غني کولو د حق په اړه ځینې څرګندونې یوازې د زور ژبه ده، زیاته: د ایران اسلامي جمهوریت او ملت هېڅکله د زور خبره نه ده منلې او نه به یې ومني.
یونیسف: په غزه کې د مرستو وېش وحشتناک دی
========
د الجزیرې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي مشرې «کاترین راسل» د یکشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې په غزه کې د یوه امریکايي - صهیونیسټي بشري موسسې له خوا د فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو د وړاندې کولو طریقه وحشتناکه حالت رامنځته کړی او دې موسسې ښه فعالیت نه دی کړی. راسل زیاته کړه: کله چې خلک د غزې د بشري موسسې له مرکزونو څخه د خوراکي توکو ترلاسه کولو هڅه کوي، د ډزو هدف ګرځي.
حماس: د اوربند په اړه هېڅ رسمي ځواب موږ ته نه دی رسېدلی
=======
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم په یوه پیغام کې د دې په بیان سره چې تر اوسه د اوربند د وروستي وړاندیز په اړه حماس ته هېڅ رسمي ځواب نه دی رسېدلی، ټینګار وکړ چې بنیامین نتانیاهو د تړون اصلي خنډ دی او د فلسطین ملت به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د صهیونیسټي رژیم د یوه پولیس ځان وژنه
==========
د صهیونیسټي رژیم رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د غزې تر څنګ د صهیونیسټي میشت ځای سدیروت کې یوه پولیس ځان وژنه کړې ده.
دا صهیونیسټي پولیس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه له فلسطیني مقاومت سره په نښتو کې د خپلو همکارانو له وژل کېدو وروسته له رواني او ذهني ستونزو سره مخ شوی وو.
د صهیونیسټي رسنیو د اعلان له مخې، د دې پولیس په مړینې سره د روان کال (۲۰۲۵) له پیل راهیسې د اسراییلي پوځ او امنیتي بنسټونو د غړو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ۲۲ ته لوړې شوې دي.
جولاني: د سوریې او اسراییلو ترمنځ امنیتي تړون نږدې دی
=========
د المصريالیوم د راپور له مخې، د سوریې د موقت حکومت مشر ابومحمد الجولاني د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د یوه رسنیز پلاوي د هرکلي پر مهال تایید کړه چې د اسراییلو او سوریې ترمنځ د امنیتي تړون په اړه پرمختللې خبرې روانې دي.
د دې راپور له مخې، جولاني ادعا وکړه چې د سوریې په ګټه د هر ډول تړون په لاسلیکولو کې به شک ونه کړي او له اسراییلو سره هر ډول تړون به په ښکاره توګه اعلان شي.
لاوروف: لوېدیځ د جګړې د بندولو مذاکراتو د ناکامولو هڅه کوي
======
د النشره د راپور له مخې، د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ وویل: لوېدیځ هېوادونه د اوکراین په جګړه کې د مذاکراتو د ناکامولو لپاره بهانې جوړوي.
لاوروف زیاته کړه: د زلنسکي او پوتین ترمنځ د لیدو لپاره هېڅ پلان نشته.