په افغانستان کې ننګونې  او ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163954-په_افغانستان_کې_ننګونې_او_ترینګلتیاوې_لا_هم_پر_ځای_دي
د شانګهای ملګرتیاموسیسې عمومي منشي وئيلي دي،له اقتصادي پرمختګونو سره سره، افغانستان لا هم په ټولنيزو، د ښځو د حقوقو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
(last modified 2025-08-30T09:10:04+00:00 )
Aug 30, 2025 13:29 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې ننګونې  او ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي

د شانګهای ملګرتیاموسیسې عمومي منشي وئيلي دي،له اقتصادي پرمختګونو سره سره، افغانستان لا هم په ټولنيزو، د ښځو د حقوقو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې له جدي ننګونو سره مخ دی.

  تسنيم خبري اژانس راپور ورکوي، د شانګهای ملګرتیا موسیسې عمومی منشي نورلان يرمکبايف له ريانووستي خپرونې  سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د افغانستان وضعيت لا هم د دغې موسیسې د غړو هیوادونو لپاره يوه مهمه اندېښنه ده.

هغه زياته کړه: که څه هم د افغانستان اقتصاد د پرمختګ نښې ښئي، خو په بشري او ټولنيزو برخو، په تیره بیا د ښځو د حقونو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې جدي ستونزې پر ځای دي.

يرمکبايف وويل چې د شانګهای د ملګرتیا موسیسې  غړي هېوادونه د افغانستان د مسايلو په اړه يو موټی نظر لري او داموسیسه دغه وضعيت په دوامداره توګه څاري.

د شانګهای عمومی منشي يادونه وکړه چې د دغې موسیسې ټول غړي هېوادونه اوسمهال له طالبانو سره په دوه اړخيزه توګه ملګرتیا کوي، خو په عين حال کې په افغانستان کې د ټولو قومي او سياسي ډلو پشمول د يو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې د شانګهای د  ملګرتیاؤ موسیسې  د مشرانو غونډه د اګست له ۳۱   د سټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چين په تيانجين ښار کې ترسره کيږي؛ په دغې غونډې کې د  افغانستانن د طالبانو نوم د بلل شويو په ليسټ کې نه ليدل کيږي.