امریکایان د ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164072-امریکایان_د_ټرمپ_پر_ضد_مظاهرې_وکړې
پارس تودی-د امریکا خلکو د دغه هیواد په یو شمېر ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې او د مزدوریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2025-09-02T08:16:19+00:00 )
Sep 02, 2025 12:42 Asia/Kabul
  • امریکایان د ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې

پارس تودی-د امریکا خلکو د دغه هیواد په یو شمېر ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې او د مزدوریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

مظاهره کوونکي د دوشنبې په ورځ د محلي وخت سره سم او په امریکا کې د کارګر ورځې سره یوځای په واټونو کې راووتل او د «عادلانه مزدورۍ» په نوم مظاهرې ترسره کړې.

په نیویارک کې مظاهره کوونکو د «ټرمپ ټاور» مخې ته مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول: «ټرمپ باید اوس ولاړ شي.» دوی بنرونه او پلاکارډونه په لاس کې درلودل چې په هغو کې یې په امریکا کې د فاشیستي رژیم د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

په شیکاګو ښار کې د ولسمشر ټرمپ مخالفینو هم د ټرمپ د یو بل ټاور مخې ته راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول: «هغه باید زنداني شي.»

مظاهره کوونکو په خپلو مظاهرو کې د مهاجرینو او کارګرو پر حقونو ټینګار وکړ او په غونډو کې یې په دې اړه ویناوې وکړې.

د ټرمپ پر ضد مظاهرې د امریکا د لوېدیځ ساحل په پام وړ برخو کې له سن ډیاګو، لاس انجلس، سان فرانسسکو تر سیاټل، اورګان او پورټلنډ پورې ترسره شوې.

د «مې ډې سټرانګ» ډلې چې د دې مظاهرو له تنظیموونکو څخه وه، په خپلې ویبپاڼې کې اعلان وکړ: ملیاردران د کارګر کورنیو څخه غلا کوي، زموږ دموکراسي ویجاړوي او خصوصي پوځونه د زموږ پر ښارونو د برید لپاره جوړوي.