څوک د بندیزونو تر ټولو زیات قربانیان دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164232-څوک_د_بندیزونو_تر_ټولو_زیات_قربانیان_دي
پارس‌تودي - د الجزیرې انګلیسي ویب‌پاڼې په یوه مقاله کې د امریکا او اروپا له لوري د هېوادونو پر ضد د بندیزونو جنایتونو او د دې له امله د میلیونونو خلکو مړینې ته پاملرنه کړې ده.
(last modified 2025-09-06T06:55:12+00:00 )
Sep 06, 2025 11:24 Asia/Kabul
  • څوک د بندیزونو تر ټولو زیات قربانیان دي؟
    څوک د بندیزونو تر ټولو زیات قربانیان دي؟

پارس‌تودي - د الجزیرې انګلیسي ویب‌پاڼې په یوه مقاله کې د امریکا او اروپا له لوري د هېوادونو پر ضد د بندیزونو جنایتونو او د دې له امله د میلیونونو خلکو مړینې ته پاملرنه کړې ده.

د الجزیرې انګلیسي ویب‌پاڼې د «جیسون هیکل»، «دیلن سالیوان» او «عمر طیاب» په قلم لیکلي: متحده ایالاتو او اروپا کلونه کیږي چې یو اړخیز بندیزونه د امپریالیستي ځواک د پلي کولو د یوې وسیلې په توګه کاروي؛ دا یوه داسې وسیله ده چې د جنوبي نړۍ هغه دولتونه مجازاتوي او حتی له‌منځه وړي چې غواړي د لوېدیځ له تسلط څخه خلاص شي، خپلواکه لاره غوره کړي او د ځان لپاره ریښتینې حاکمیت جوړ کړي.

د پارس‌ ټودی د راپور له مخې، په ۱۹۷۰ لسیزه کې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۱۵ هېوادونه د لوېدیځ د یو اړخیزو بندیزونو تر اغېز لاندې وو.

دا بندیزونه معمولا د دې موخې لپاره طرحه شوي وو چې د هېوادونو لاسرسی له مالي سرچینو او نړیوالې سوداګرۍ څخه پرې کړي، صنعتونه یې بې‌ثباته کړي او کړکېچونه رامنځته کړي چې په پایله کې یې دولتونه نسکور شي.

د دې یو روښانه مثال په چیلي کې د سالوادور آلنده پېښه ده. هغه چې په ۱۹۷۰ کال کې د خلکو په رایو واک ته ورسېد، سمدستي د امریکا د سختو بندیزونو هدف وګرځېد.

 د هغه وخت د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون په سپټمبر کې په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې موخه داسې بیان کړه: «باید د [چیلي] اقتصاد چیغې کړو.» د امریکا تاریخ‌پوه پیټر کورنبلو دا بندیزونه «نامرئي محاصره» بللې؛ محاصرې چې چیلي یې له نړیوالو مالي سرچینو څخه بې‌برخې کړه، ټولنیز کړکېچونه یې رامنځته کړل او د امریکا په ملاتړ د کودتا لپاره زمینه برابره کړه؛ کودتا چې د اګوستو پینوشه وحشي دیکتاتوري یې واک ته ورسوله.

له هغې وروسته، د بندیزونو کارول په پراخه کچه زیات شول.

په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزو کې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۳۰ هېوادونه د لوېدیځ د یو اړخیزو بندیزونو تر اغېز لاندې وو. اوس، په ۲۰۲۰ لسیزه کې، دا شمېره له ۶۰ هېوادونو څخه زیاته شوې ده؛ یعنې د جنوبي نړۍ لویه برخه.

 

د بندیزونو اصلي موخه

بندیزونه درانه انساني زیانونه لري. څېړنو دا موضوع څو ځله ثابته کړې ده. د بېلګې په توګه، په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا او د خلکو له لوري پر خپلو سرچینو د تسلط وروسته، د امریکا ګټې له خطر سره مخ شوې او په دې توګه متحده ایالاتو په غبرګون کې بندیزونه ولګول او دا بندیزونه لا هم دوام لري.

دا بندیزونه بېلابېلې برخې لکه تېل، ګاز، سوداګري، مالي، بانکي، علمي، ټکنالوژي، د مخابراتو زیربناوې، اټومي او سمندري او هوايي ترانسپورت په بر کې نیسي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په عراق کې د امریکا بندیزونو پراخه سوءتغذیه، د پاکو اوبو او درملو کمښت او د برېښنا نشتوالی رامنځته کړ.

په وروستیو کلونو کې، پر ونزویلا باندې د امریکا اقتصادي جګړې یو لوی اقتصادي کړکېچ رامنځته کړ.

یوې څېړنې اټکل کړی چې یوازې د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د بندیزونو له امله ۴۰ زره کسان مړه شوي دي.

پخوا څېړنې زیاتره په انفرادي توګه ترسره کېدې او یوازې د حقیقت یوه برخه یې ښودله، خو سږ کال د The Lancet Global Health په مجله کې د فرانسیسکو رودریګز په مشرۍ، چې د دنور پوهنتون اقتصادپوه دی، یوه نوې څېړنه خپره شوه چې له ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د نړیوالو بندیزونو له امله د مړینو ټوله شمېره محاسبه کړې ده.

د اصلي اټکل له مخې، د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې یو اړخیز بندیزونه له ۱۹۷۰ راهیسې د ۳۸ میلیونو کسانو له مړینې سره مستقیمه اړیکه لري.

په ځینو کلونو کې، په ځانګړې توګه په ۱۹۹۰ لسیزه کې، په یوه کال کې له یو میلیون څخه زیات کسان مړه شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې، بندیزونو له ۸۰۰ زره څخه زیات قربانیان درلودل.

دا شمېرې ښيي چې د بندیزونو د قربانیانو شمېر هر کال د جګړو د مستقیمو قربانیانو (چې په اوسط ډول په کال کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان دي) په پرتله څو برابره زیات دی. له نیمايي زیات قربانیان ماشومان او زاړه دي.

دا څېړنه دا هم ښيي چې یوازې له ۲۰۱۲ راهیسې بندیزونو له یو میلیون څخه زیات ماشومان وژلي دي.

لوږه او محرومیت د بندیزونو ناغوښتل شوې پایلې نه دي، بلکې د دوی اصلي موخه ده.

 دا موضوع د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه یادداشت کې په ښه توګه روښانه شوې ده.

په هغه سند کې، د کوبا پر ضد د امریکا د بندیزونو په اړه ویل شوي چې فیډل کاسترو او انقلاب یې پراخه محبوبیت لري. بیا ټینګار شوی چې «باید د هرې ممکنې وسیلې له لارې د کوبا اقتصادي ژوند کمزوری شي»، په شمول د «مالي سرچینو او توکو پرې کولو، د معاشونو کمولو، لوږې او ناامیدۍ رامنځته کولو او په پایله کې د دولت نسکورولو».

 

د لوېدیځ د بندیزونو بنسټونه

د لوېدیځ بندیزونه پر درېیو عواملو ولاړ دي:

۱. پر نړیوالو ذخیره‌يي اسعارو (ډالر او یورو) د دوی کنټرول 

۲. پر نړیوالو تادیاتو سیستمونو (لکه سوئیفټ) کنټرول 

۳. پر حیاتي ټکنالوژیو (لکه سپوږمکیو، کلاؤډ کمپیوټینګ او سافټ‌وېرونو) انحصار 

که د جنوبي نړۍ هېوادونه غواړي د یوې زیاتې خپلواکې او څو قطبي نړۍ په لور لاره غوره کړي، باید په دې برخو کې خپله وابستګي کمه کړي او د غبرګونونو او فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي. د روسيې تجربه ښيي چې دا کار ممکن دی.

هېوادونه کولای شي د خپلمنځي سوداګرۍ (جنوب-جنوب) پراخولو، د اصلي اسعارو پرته د تبادلې کرښو جوړولو، د اړینو ټکنالوژیو د پراختیا لپاره د سیمه‌ییز پلان جوړونې او د لوېدیځ له کنټروله د خپلواکو تادیاتو سیستمونو په جوړولو سره زیاته خپلواکي ترلاسه کړي.

ځینې هېوادونه اوس‌مهال په دې لاره کې ګامونه اخیستي دي. چین هم د CIPS د تادیاتو د نړیوال سیستم، د BeiDou سپوږمکیو او د هواوي مخابراتي سیستم په پراختیا سره د جنوبي نړۍ هېوادونو ته نوي انتخابونه ورکړي دي؛ هغه انتخابونه چې کولای شي د بندیزونو له جال څخه د وتلو لاره وي.

دا اقدامات نه یوازې د هېوادونو لپاره د خپلواک پرمختګ لپاره اړین دي، بلکې له اخلاقي پلوه هم یوه اړتیا ده.

موږ نشو کولای هغه نړۍ ومنو چې په هغې کې هر کال نیم میلیون کسان یوازې د لوېدیځ د تسلط د ساتلو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي. داسې یو نظام چې پر تاوتریخوالي ولاړ دی باید نسکور شي او خپل ځای یو نوي او انساني نظام ته پرېږدي.