صهیونیستي رسنۍ: اسرائیل ممکن پر ترکیې برید وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164502-صهیونیستي_رسنۍ_اسرائیل_ممکن_پر_ترکیې_برید_وکړي
یوه صهیونیستي رسنۍ خبرداری ورکړی چې په دوحې باندې د اسرائیل د هوايي برید وروسته، ممکنه ده ترکیه د صهیونیستي رژیم له هوایي حملې سره مخ شي. چي په دې کار سره به یوه استراتیژیک ناورین او سیمه ییزه کړکیچ رامنځته شي. 
(last modified 2025-09-12T10:44:44+00:00 )
Sep 12, 2025 15:07 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رسنۍ: اسرائیل ممکن پر ترکیې برید وکړي

یوه صهیونیستي رسنۍ خبرداری ورکړی چې په دوحې باندې د اسرائیل د هوايي برید وروسته، ممکنه ده ترکیه د صهیونیستي رژیم له هوایي حملې سره مخ شي. چي په دې کار سره به یوه استراتیژیک ناورین او سیمه ییزه کړکیچ رامنځته شي. 

د روسيې الیوم شبکې خبر ورکړی، د اسرائیل د وروستي هوايي برید، چې په دوحې کې پر یوه استوګنځي وشو او د حماس د مذاکره کوونکي خلیل الحیه د زوی او یو قطري امنیتي افسر په ګډون شپږ کسان یې ووژل،  د اسرائیل رژیم پورې اړوند هاآرتص ورځپاڼې لیکلي: ترکیه ممکنه ده د اسرائیل بل هدف شي او د داسې شخړې پایلې به ناورین وي. 

څو ورځې مخکې د اسرائیل رژیم د کورني امنیت ادارې (شاباک) په خپل راپور کې ادعا وکړه چي د حماس یوه ډله په ترکیه کې د اسرائیل د تندلاري امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د وژلو پلان درلوده چي د دې ادارې له خوا پلان شنډ شو،

هاارتص ورځپاڼې دې مسالې ته په اشارې سره لیکي: ایا ترکیه په دې عملیاتو کې رول لوبولی؟ که څه هم ترکیې سمدستي د هر ډول لاس لرلو څخه انکار کړی، خو تل ابیب ممکنه ده په راتلونکو ورځو کې په استانبول کې د حماس پر دفتر مستقیم هوایي بریدونه وکړي. 

ها خوا بیا د تایمز آف اسرائیل ویبپاڼې په یوه جلا راپور کې لیکلي دي، تل ابیب پخوا په ترکیه کې د ورته عملیات د تر سره کولو اراده درلوده خو د ناټو د ملاحظاتو له امله عملیات تر سره نه کړ او پر ځای یې قطر په نښه کړ. لیکن په نیواکي فلسطین کې کورني فشارونه کیدای شي نتانیاهو له ترکیې سره د جنګ په لورې پورې بوځي. 

دا په داسي حال کې دی چي ترکیه د غزې پر تړانګه د اسرائیل د تجاوزاتو له پیل راهیسې، د دې رژیم د لوژستیکي او تدارکاتي ملاتړ کوونکې پاتې شوې او د اسرائیل په خلاف د بایکاټ د اعلانولو سربیره، له دې رژیم سره سوداګري روانه ساتلې ده.