روبیو: پر قطر برید د امریکا او اسرائیلو اړیکې نه بدلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164564-روبیو_پر_قطر_برید_د_امریکا_او_اسرائیلو_اړیکې_نه_بدلوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالات د اسرائیلو له خوا د قطر په پلازمینې دوحې کې د حماس پر مشرانو له برید څخه ناراضه دی، خو دا برید به د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د اتحاد وضعیت بدل نه کړي. 
(last modified 2025-09-14T02:51:25+00:00 )
Sep 14, 2025 07:19 Asia/Kabul
  • د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو
    د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالات د اسرائیلو له خوا د قطر په پلازمینې دوحې کې د حماس پر مشرانو له برید څخه ناراضه دی، خو دا برید به د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د اتحاد وضعیت بدل نه کړي. 

روبیو د شنبې په شپه، لمنځني ختیځ ته له سفر او له صهیونیستي چارواکو سره تر کتنې مخکې خبریالانو ته وویل: 

«دا یوه پېښه ده چې رامنځته شوې. روښانه ده چې موږ ترې راضي نه یو. د امریکا ولسمشر (ډونالد ټرامپ) هم راضي نه و.» 

هغه زیاته کړه: «دا برید له اسرائیلو سره زمونږ د اړیکو ماهیت نه بدلوي، خو موږ به د دې په اړه، په ځانګړي ډول د اوربند په مذاکراتو د دې اغېز په اړه خبرې وکړو.» 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان کړی و چې روبیو به نیواکي ټاټوبو ته سفر وکړي ترڅو د "عملیاتو د موخو" او "د اسرائیلو د امنیت په وړاندې د امریکا د ژمنتیا" په هکله له صهیونیستي چارواکو سره خبرې وکړي. 

د اسرائیلو رژیم د وږي په ۱۸مه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د حماس د سیاسي مشرانو د ترور هڅه وکړه، چې دا برید د غزې په تړانګه کې د نږدې دوه کلنې جګړې د ختمولو هڅې او د اوربند مذاکرات د ناکامۍ  له خطرې سره مخ کړ. دا برید په منځني ختیځ او نړیواله کچه کې په پراخه وغندل شو.