د اروپایي فولادو صنعت په بحران کې؛ صادرات کم شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164626-د_اروپایي_فولادو_صنعت_په_بحران_کې_صادرات_کم_شوي
پارس ټوډی - د اروپایي اتحادیې د فولادو صادرات د ۲۰۲۵ کال په دویمې درې میاشتنۍ کې د پام وړ کمښت سره مخ شوي دي.
(last modified 2025-09-15T08:58:50+00:00 )
Sep 15, 2025 13:22 Asia/Kabul
  • د اروپایي فولادو صنعت په بحران کې؛ صادرات کم شوي
    د اروپایي فولادو صنعت په بحران کې؛ صادرات کم شوي

پارس ټوډی - د اروپایي اتحادیې د فولادو صادرات د ۲۰۲۵ کال په دویمې درې میاشتنۍ کې د پام وړ کمښت سره مخ شوي دي.

د اروپا د فولاد تولیدونکي شرکتونو خبرداری ورکړی چې دا سکتور د چیني محصولاتو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لګولو شوو لوړو ټیریفونو له امله د ړنګیدو په څنګ کې دی.

هغوی له بروکسل څخه غوښتي چې د امریکا په څېر پر ټولو وارد شوي فلزاتو تعرفې ولګوي.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د یوروفر (د اروپایي فولاد اتحادیې) په حواله، د اروپایي هېوادونو څخه د فولادو صادرات د ۲۰۲۴ کال په پرتله په روان کال کې ۱۲ سلنه کم شوي دي.

دا کمښت د اروپایي فولاد لپاره د بهرنۍ غوښتنې د کمزورې کېدل ښيي چې په ورقي او اوږد محصولاتو کې شامل دي.

د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د دویمې درې میاشتنۍ کې د اروپا څخه د فولادو د وروستي محصولاتو صادرات ۱۰ سلنه کم شوي چې پکې د ورقي محصولاتو ۵ سلنه او د اوږد محصولاتو ۲۰ سلنه کمښت شامل دي.

په همدې موده کې د اوږد محصولاتو کې د میلګرد (۴۹ سلنه) او مفتول (۲۷ سلنه) صادرات تر ټولو زیات کم شوي دي.

په همدې حال کې د اروپا څخه د امریکا ته صادرات ۱۸ سلنه، مصر ته ۴۱ سلنه، ترکیه او چین ته په ترتیب سره ۱۴ او ۱۷ سلنه کم شوي دي.

له بلې خوا، د ۲۰۲۵ کال د دویمې درې میاشتنۍ پایلې ښيي چې اروپایي تولیدونکي د داخلي بازار کې د لوړو وارداتو او د بهرنيو بازارونو ته د صادراتو د کمښت له دوه ګونې فشار سره مخ دي.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې د اروپا فولاد صنعت له دې مخکې چې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې ټرمپ ۵۰ سلنه تعرفې پر دې محصول لګوي، د چین له ارزانه وارداتو سره د رقابت او د لوړ انرژۍ بیو سره مخ و.

د امریکا تعرفې پر نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه چین، د اروپا بازار ته د ارزانه فولاد د ډېرو کېدو وېره راپورته کړې چې اوس له امریکا بازار څخه شړل شوي دي.

د الماني شرکت تیسن‌کروپ یو لوړ پوړ مشر «ایلسه هینتسه» د فایننشل ټایمز سره په خبرو کې وویل: «موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، که نه نو د یو فولاد صنعت په توګه به ژوندي پاتې نشو.»

هغه چې د تیسن‌کروپ د فولاد برخې د څارنې کمېټې مشرۍ کوي، د اروپایي اتحادیې ته د وارداتیو لپاره د مناسب ټیریف د اعلان له څرګندولو ډډه وکړه، خو هشدار ورکړ چې د داخلي غوښتنې کمزورۍ سره سره د وارداتیو حجم لا هم زیاتېږي.