هسپانیې له اسرائیلو سره ۸۲۵ میلیون ډالریز فوځي تړون لغوه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164662-هسپانیې_له_اسرائیلو_سره_۸۲۵_میلیون_ډالریز_فوځي_تړون_لغوه_کړ
د هسپانیې حکومت د اسرائیل لخوا ډیزاین شوي د توغندیو د توغولو سیستمونو د اخیستلو هوکړه لغوه کړ، چې شاوخوا ۸۲۵ میلیونه ډالره یې ارزښت درلود. 
(last modified 2025-09-16T09:27:08+00:00 )
Sep 16, 2025 13:53 Asia/Kabul
  • هسپانیې له اسرائیلو سره ۸۲۵ میلیون ډالریز فوځي تړون لغوه کړ

د هسپانیې حکومت د اسرائیل لخوا ډیزاین شوي د توغندیو د توغولو سیستمونو د اخیستلو هوکړه لغوه کړ، چې شاوخوا ۸۲۵ میلیونه ډالره یې ارزښت درلود. 

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د هسپانیې لومړي وزیر «پدرو سانچز» تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د غزې د «نسل‌وژنې» له امله به د اسرائیلو سره د وسلو د پیر او پلور د منعه کولو قانون پلي کړي. 

د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د راپور له مخې، دغه قرارداد د هسپانیې د شرکتونو یوې ډلې ته سپارل شوی و او د  توغندیو توغولو ۱۲سیستمونو په کښې اخیستل شامل وو، چې د اسرائیلي شرکت «البیت سیستمز» د پالاس پلیټ فارم پر بنسټ جوړ شوي و. 

هسپانیې همداراز د ۱۶۸ د ټانک ضد توغندیو د وسلو د اخیستلو بل قرارداد هم په رسمي ډول لغوه کړ، چې د یو اسرائیلي شرکت په جواز سره تولید کېده. 

هسپانیې د اپرېل په میاشته کې هم د خپلو پولیسو ځواکونو لپاره د یو اسرائیلي شرکت څخه د وسلو اخیستلو هوکړه لغوه کړی و. 

هسپانیه، چې له ډېرې مودې راهیسې د فلسطین په اشغالي خاورو کې د اسرائیلو په پالیسیو نیوکه کوي، په ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې ژمنه کړې وه چې اسرائیلو ته به د وسلو پېر او پلور بند کړي.

د مادرید حکومت همداراز اعلان کړی چې د اسرائیلي ځواکونو لپاره د تیلو وړونکي کښتۍ به د هسپانیې بندرونو څخه کار اخیستلو اجازه ونلري او د دفاعي تجهیزاتو وړونکي الوتکې به د هسپانیې له هوايي حریم څخه د تېریدو اجازه ونلري.