ملګري ملتونه: صهیونیسټ میشت ښارګوټي قانوني رواوالی نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165284-ملګري_ملتونه_صهیونیسټ_میشت_ښارګوټي_قانوني_رواوالی_نه_لري
پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي مرستیال وايي چې د صهیونیسټان میشت ځایونه قانوني مشروعیت نه لري.
(last modified 2025-09-30T07:20:59+00:00 )
Sep 30, 2025 11:45 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: صهیونیسټ میشت ښارګوټي قانوني رواوالی نه لري

پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي مرستیال وايي چې د صهیونیسټان میشت ځایونه قانوني مشروعیت نه لري.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي مرستیال "رمیز الکباروف"، بیګا  ماښام د لویدیځې آسیا د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډه کې، چې په کې د فلسطین مسئله هم شامله وه، په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم بریدونه وغندل او ویې ویل چې په سیمه کې اوسنی وضعیت له اخلاقي، سیاسي او قانوني پلوه د منلو وړ نه دی.

الکباروف زیاته کړه: د کورونو د ویجاړولو، د اوسیدونکو د ایستلو او د محدودیتونو د لګولو په شمول د صهیونیسټي رژيم سیاستونو چې د فلسطینیانو ورځنی ژوند یې فلج کړی دی، له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.