خبرونه| د ایران دفاع وزیر: د هېواد دفاع لپاره چمتو یو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165396-خبرونه_د_ایران_دفاع_وزیر_د_هېواد_دفاع_لپاره_چمتو_یو
پارس ټوډی - د ایران د دفاع او وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر وایي،  "موږ تل د هېواد دفاع لپاره چمتو یو، که په موږ جګړه تحمیل شي، دا زموږ پوځي دنده ده چې دفاع وکړو."
(last modified 2025-10-03T05:38:26+00:00 )
Oct 03, 2025 09:58 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر، جنرال عزیز نصیرزاده
    د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر، جنرال عزیز نصیرزاده

پارس ټوډی - د ایران د دفاع او وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر وایي،  "موږ تل د هېواد دفاع لپاره چمتو یو، که په موږ جګړه تحمیل شي، دا زموږ پوځي دنده ده چې دفاع وکړو."

د پارس تودي د راپور له مخې، د ایران د دفاع او وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر جنرال عزیز نصیرزاده، سیمې ته په ځانګړې ډول د امریکا لخوا د راوړل شوو تجهیزاتو، په اړه چې ممکن په هېواد او سیمه کې اندېښنې رامنځته کړي، وویل: "که دوی وړل (ټرانسپورټ) ولري یا نه ولري، خو د یوه پوځي برخې په توګه تل د خپل هېواد دفاع لپاره چمتو یو.

د ایران دفاع وزیر زیاته کړه: د هېواد نورې برخې باید د رواني عملیاتو تر اغېز لاندې رانشي، ځکه د دې تحرکاتو ډېره برخه رواني عملیات دي."

 

پوتین: لویدیځ دې د امر کولو تګلاره پرېږدي

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ: "موږ د لویدیځ هېوادونو سره همکارۍ ته هرکلی وایو، خو دوی نه غواړي د امر کولو تګلاره پرېږدي.

هغه زیاته کړې، هیڅکله داسې ځواک نشته چې خپلې غوښتنې پر ټولو تحمیل کړي، پرته له دې چې د نورو ګټې په پام کې ونیول شي، یو اړخیزه پرېکړې ممکنې نه دي.

د روسیې ولسمش ویلي، د نورو هېوادونو لپاره د امر کولو ټولې هڅې ناکامې شوې دي، هر ځواک خپل حد لري، او موږ د هېوادونو ترمنځ د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره شخړې وینو."

 

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي: له ایران سره ښې اړیکې لرو

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي وویل: "موږ اوس له ایران سره ښې اړیکې لرو او د دې اړیکو د لا ښه کولو اړتیا ده.

" البدیوي زیاته کړه: "ایران زموږ لپاره یو مهم ګاونډی دی، موږ تل پر نورو نیک نیت لرو او هڅه کوو له ایران سره ګډو برخو ته ورسېږو."

 

بلجیم د صهیونیستي رژیم سفیر احضار کړ

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم سفیر یې بروکسل ته د توضیحاتو ورکولو لپاره احضار کړی.

دوی زیاته کړې، د یادې احضار کولو موخه د الصمود (استقامت) کښتۍ، چې د غزې په لور روانې وې او د اسرائیلو برید سره مخ شوي دي.

 

د کولمبیا ولسمشر په ټرمپ د غزې د ادعا شوي سولې پلان په اړه سخت انتقاد وکړ

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېټرو، د خپلو ظلم ضد او صهیونیستي ضد تګلارو په دوام، وویل چې د امریکا ولسمشر باید پوه شي چې که په غزه کې سمدستي خواړه او مرستې ور نه شي، هیڅکله به د سولې کوم پلان پیل نه کړي.

پېټرو وویل: "تر هغې چې د غزې فلسطینیان له لوږې مري، سوله به نه وي."