فوځي کارپوه: ایران کولای شي چې اسرائیل رژیم په یوه ورځ له منځه یوسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166854-فوځي_کارپوه_ایران_کولای_شي_چې_اسرائیل_رژیم_په_یوه_ورځ_له_منځه_یوسي
فوځي کارپوه: ایران کولای شي چې اسرائیل رژیم په یوه ورځ له منځه یوسي
(last modified 2025-11-06T05:21:35+00:00 )
Nov 06, 2025 09:50 Asia/Kabul
  • فوځي کارپوه: ایران کولای شي چې اسرائیل رژیم په یوه ورځ له منځه یوسي
    فوځي کارپوه: ایران کولای شي چې اسرائیل رژیم په یوه ورځ له منځه یوسي

فوځي کارپوه: ایران کولای شي چې اسرائیل رژیم په یوه ورځ له منځه یوسي

ایراني توغنديو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې بیا ځلې خپلې پیاوړتیا وښود، د لوېدیځ کارپوهانو ستاینه یې تر لاسه کړه او ټولې سترګې یې د «اسرائیل مرګونې ویرې» په لور ورواړولې. د پارس‌ټوډي د راپور له مخې:«ایران یوه لویه توغندي زېرمتون لري. ایران کولای شي چې په یوه ورځ اسرائیل رژیم له خاورو سره خاورې کړي.» دا د امریکې د پوځ د پخواني ډګروال داګلاس مک ګریګور نظر دی.

هغه دا هم وایي چې ایران غواړي جګړه پیل نه کړي، خو له دښمن سره د مقابلې لپاره د پام وړ پوځي وړتیاوې لري. مک ګرېګور یوازینی فوځي کارپوه نه دی چې د ایران د توغندیو ستاینه کوي. په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې چې ایرانی توغندي د فلسطین په اشغال شویو سیمو ولګېدل، نورو کارپوهانو هم د ایران د توغندوي وړتیاو ستاینه وکړه.

د ترکیې ستراتیژیک کارپوه، ابراهیم کلش یو له دغو کسانو دی. هغه وایي: «ایران د اسرائیل اوسپنیزه ګونبته یې ور سورې سورې کړ». دا ترک کارپوه وایي: له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې اسرائیل رژیم ځان د نړۍ تر ټولو امن ځای بلله، خو اوس ایرانی توغندي دا غرور مات کړ او د اسرائیل رژیم دفاعي سیستم یې ننګولی دی. هغه د ایران د توغندیو ټیکنالوژۍ ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړه چې اسرائیل رژیم د ایران د ټکنالوژیو او توغندیو په وړاندې په مقابله کې ناکامه وو.

ایران د جګړې ګټونکی و

د مصر تقاعد شوی جنرال سمیر فرج په عربي رسنیو کې وایي: «دا ایران و چې د ۱۲ ورځنګې جګړې پر مهال یې په خپلو توغندیو سره یې دښمن ته سختې او مرګونې ګوزارونه ورکړې.»

فرج زیاتوي: یوازې ایران و چې وتوانېدل په خپلو دفاعي وړتیاو باندې په تکیې سره، د لومړي ځل لپاره صهیونیست ښارګی میشتو ته د حقیقې ویرې بېلګې وښیي.

هغه وایي: د ایران پوځي زور د صهیونیسټانو مجبور کړل چې د لومړي ځل لپاره څو پرلپسې ورځې په پناهځایونو کې تېرې کړي. ایرانی توغنديو حتی نتنیاهو او نور اسرائیلي چارواکي هم تېښتې او پناهځایونو کې پټېډو ته مجبوره کړل،  که څه هم اسرائیل رژیم هڅه کړې د ایراني توغندیو له لورې اوښتې زیانونه پټ کړي، خو لا هم ویډیوګانې خپرېږي چې د ایرانی توغندیو ژورو ویجاړیو ښودنه کوي.

لوېدیځ د ایران د «قیامت توغندیو» څخه وېرېږي

د ایران نوي له ږغ نه چټک توغندي چې «قیامتي توغندي» نومېږي، اسرائیل او امریکا یې دومره وېرولي چې اوس د لوېدیځ د فوځي شنونکو لپاره په یوه اصلي اندېښنه بدله شوې ده. دوی خبرداری ورکوي چې دا هایپرسونیک توغندي داسې جوړ شوي چې د اوسپنیزې ګونبتې په څېر له پرمختللې دفاعي سیستمونو څخه په اسانه تېرېدایشي.

امریکایي مجله «نشنل انټرسټ» لیکي: «امریکا او اسرائیل لا تر اوسه قوي لیزري وسلې نه لري چې له دغو توغندیو سره مقابله وکړي، په داسي حال کې چي ایران خپل هایپرسونیک توغندي لا پرمختللي کوي.»

دا امریکایي نشریه اعتراف کوي چې فتاح توغنديو د اسرائیل دفاع مات کړې او نظامي او ملکي ځایونو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

نشنال اینټرست اعتراف وکړه چي په نیواکي ټاټوبو باندې د ایراني توغندیو له خوا د اوښتیو درنو زیانونو او مرګژوبلو د پټولو لپاره د اسرائیل رژیم د هلو ځلو سربېره، دا موضوع د ایران د هایپرسانیک وړتیا په هکله د اسرائیلي چارواکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا نشریه ټینګار کړې ده چي «نه اسرائیل او نه امریکا هیڅ یو د دې وسلو په وړاندې ریښتینې دفاع  نه لري». ځکه چي اوسپنیز ګونبت دفاعي سیسټم له راکټونو سره د مقابلې لپاره ډیزاین شوی دی نه له هایپرسانیک توغندی سره د مقابلې لپاره، اسرائیل د غبرګولې د میاشتې په ۲۳ نیټه، د ایران د تجزیې په هدف د دې هیواد په خاورې یرغل وکړ، لیکن د هغه د خیال او جاج په اپوټه، نه یوازې په دې جنګ خپلو ټاکلو اهدافو ته ونه رسېدل، بلکې په ځلونو د ایرانې توغندیو له سختو ګوزارونو سره مخ شو او د هغه مهم څېړنیز تاسیسات ویجاړ شول.

دیمونا او حیفا د ایران د توغندیو په شیشت کې دي

لوېدیځ شنونکي امریکا او اسرائیل ته خبرداری ورکړي او ټینګار یې کړي دي چې که ایران د یوه هر اړخیز برید په ترڅ کې کولای شي د دیمونا اټومي ریکټور او د حیفا بندرونو په شان استراتیژیک ځایونه په یوه ساعت کې له منځه یوسي.

ایران مخکې هم په لویدیځه اسیا کې  د دوو امریکایي فوځي اډو په ویشتلو سره یې خپله وړتیا څرګنده کړې وه. ایران د امریکا له خوا د سردار شهید قاسلم سلیماني د ټرور په غبرګون کې، په عراق کې د امریکایانو عین الاسد فوځي اډه په توغندیو سره ویشتلې وه، او بیا د ۱۲ ورځنې جګړې په ترڅ کې یې د ایران په ایټمي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته، په قطر کې د امریکایانو العدیدې فوځې اډه یې په نښه کړې وه.