آیا ټرمپ اروپا ته د دښمن په سترګه ګوري؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168418-آیا_ټرمپ_اروپا_ته_د_دښمن_په_سترګه_ګوري
پارس ټوډې- د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یو لوړ پوړی شنونکی په یوې لیکنې کې خبرداری ورکوي چې د «ډونالډ ټرمپ» بهرنۍ سیاست په اروپا کې د امریکا دوديزو متحدینو پر وړاندې، له بې پروایۍ څخه تیریږي او د دې قارې د سیاسي بدلون لپاره د یوې «فعالې دښمنۍ» او پلان شوې لوري ته روان دی.
(last modified 2025-12-14T09:58:17+00:00 )
Dec 14, 2025 13:11 Asia/Kabul
  • آیا ټرمپ اروپا ته د دښمن په سترګه ګوري؟

پارس ټوډې- د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یو لوړ پوړی شنونکی په یوې لیکنې کې خبرداری ورکوي چې د «ډونالډ ټرمپ» بهرنۍ سیاست په اروپا کې د امریکا دوديزو متحدینو پر وړاندې، له بې پروایۍ څخه تیریږي او د دې قارې د سیاسي بدلون لپاره د یوې «فعالې دښمنۍ» او پلان شوې لوري ته روان دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ګارډین شنونکی «جاناتان فریدلند»، خبرداری ورکړ: اروپايي مشران باید دا واقعیت ومني چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور یوازې د دې قارې په وړاندې بې پروا نه دی، بلکې د هغه پر وړاندې دښمنانه چلند غوره کړی او د ټرمپ په مشرۍ سپینه ماڼۍ دا ځل غواړي د واشنګټن پخوانی سیاست د «رژیم بدلون» او ړنګول په اروپا کې پلي کړي.

«جاناتان فریدلند» د سپینې ماڼۍ د وروستي ستراتیژیک سند او د ډونالډ ټرمپ د خبرو په استناد سره وویل: د واشنګټن نوی چلند، نه پر دوديزو سیالانو لکه چین او روسیې متمرکز دی، بلکې اروپا ته د یو «کلتوري او تمدني دښمن» په توګه ګوري چې باید د ښي اړخه افراطي ګوندونو د ملاتړ له طریقه د هغه لاره «اصلاح» شي.

فریدلند په خپله شننه کې د ګارډین لپاره ټینګار کوي چې د ټرمپ د حکومت د شاوخوا ۳۰ مخیز «ملي امنیت ستراتیژۍ» سند اصلي محور، نه کلاسیک ژئوپولیتیک ګواښونه، بلکې د اروپا د «داخلي بدلونونو» په وړاندې خبرداری دی. دا سند په سختې ژبې سره، «اقتصادي ځوړ»، «سانسور»، «د زیږون کچې کمېدل» او په ځانګړي ډول د «کډوالو» رول، د هغو عواملو په توګه یادوي چې د اروپا لپاره «د تمدن د له منځه تلو لیدلوری» جوړ کړی او ممکن ژر تر ژره د دې قارې په ځینو هېوادونو کې د «غیر اروپاییانو اکثریت» واکمنۍ ته لاره هواره کړي.

د بریتانوي ورځپاڼې دا شنونکی د اروپا مشرانو لکه د بریتانیا لومړي وزیر «کر سټارمر»  ته خبرداری ورکوي چې نور د دې واقعیت د انکار وخت پای ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، د روان کال په لومړیو کې او اوس د اوکراین له ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» سره د ټرمپ له سپکاوي ډک چلند، د دې ستراتیژیک سند څرګندتیا ښيي چې د نوې واشنګټن له نظره، اروپا نور یو متحد نه دی، بلکې په یو «دښمن» بدل شوی دی. د ګارډین د شنونکي پیغام روښانه دی؛ اروپا باید ځان له یوه داسې امریکايي حکومت سره د مقابلې لپاره چمتو کړي، چې په څرګنده توګه غواړي د سیاسي او ایډیالوژیکو وسایلو په مرسته، د هغه د قدرت جوړښت او بنسټیز ارزښتونه بدل کړي.