چین: جاپان دې نړیوالو قوانینو ته پابند پاتې شي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د توکیو له لوري پر نړیوالو قوانینو د پابندۍ پر ټینګار سره وویل چې د جاپاني چارواکو ناسمې ویناوې او کړنې د پوځي ـ امنیتي مسایلو په اړه لا هم دوام لري.
د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته چې پکې د جاپان د یوه لوړپوړي چارواکي له لوري د دې هېواد د اټومي وسلو ترلاسه کولو د ملاتړ څرګندونې شوې وې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند گوئو جیاکون د دې موضوع په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: له څه مودې راهیسې د جاپاني چارواکو ناسمې خبرې او کړنې د پوځي ـ امنیتي مسایلو په تړاو دوام لري.
ګوئو جیاکون زیاته کړه: سږ کال د چین ولس د جاپاني یرغل پر وړاندې د مقاومت د جګړې د بریا او د نړیوالې فاشیزم ضد جګړې د اتیامې کالیزې له نمانځنې سره سمون لري.
هغه وویل: جاپان باید د خپلو تاریخي جنایتونو په اړه ژوره بیاکتنه وکړي، نړیوالو قوانینو او خپل اساسي قانون ته پابند پاتې شي، د پوځي پراختیا او د خپلو پوځي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د پلمو په لټه کې نه شي، او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په موضوع کې د سرو کرښو له ننګولو او د نړیوالو پولو له تېرېدو لاس واخلي.