خبرونه | بقایي: د صومالیا خلاف د اسرائیلو اقدام د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي ده / الحوثي: د اوسنۍ زمانې طاغوت، نړیوال صهیونزم دی
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي
پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت ویاند د صومالیا د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په څرګنده خلاف ورزۍ کښې د صهیونیسټي رژیم اقدام وغنده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د صومالیا د ټوټې کولو د دسیسې د عملي کولو لپاره د هلوځلو له لارې د دغه هیواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په څرګنده خلاف ورزۍ کښې د صهیونیسټي رژيم اقدام، د ملګرو ملتو د منشور د بنیادي اصولو او د نړیوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي وبلله او دغه کار یې وغنده.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، بقايي د صومالیا د فیډرل جمهوریت د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې د ضرورت په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې په ټینګار سره، د صهیونیسټي رژيم دغه له شرارته ډک تحرک، د سیمې د هیوادونو د بې ثباته کولو او د سره سمندر او د افریقې د ناامنۍ د زیاتولو لپاره د یاد رژيم د سیاستونو پّ لړ کښې وباله او د صهیونیسټي رژيم د اقدام په غندنه کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان او همداشان د افریقا اتحادیې له پریکنده دریځه په ملاتړ سره یې، د نیواکګر رژيم د دغه پراختیا غواړي او ګواښونکي اقدام د شنډولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوڅ اقدام غوښتنه وکړه.
لاوروف: یوکرین او د هغه ملاتړي رغنده خبرو اترو ته چمتو نه دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې مونږ د ولادیمیر زیلینسکي رژیم او د هغه اروپایي ملاتړي د رغنده خبرو اترو لپاره چمتو نه وینو. لاوروف وویل: دا رژیم زمونږ په هیواد کې د ملکي زیربناوو په نښه کولو او تخریبي کړنو ترسره کولو سره ملکي وګړي ویروي.
الحوثي: نړیوال صهیونیزم د اوسني دور ظالم او طاغوت دی
د یمن د انصار الله مشر سید عبدالملک بدرالدین د اوسنۍ زمانې طاغوت، چې د یهودانو، نړیوال صهیونیزم، امریکا، اسراییلو، انګلستان او د دوی د اجیرانو او پیروانو په بڼه څرګندیږي، په ټول بشري تاریخ کې ترټولو خطرناک او ظالم طاغوت ګڼلی دی.
مالیزیا: د فلسطین د هدف ملاتړ د ټولو دنده ده
د مالیزیا د قدس فاونډیشن اجرایوي رییس شریف ابو شماله د فلسطین د مسلې په نړیوال ماهیت ټینګار وکړ او د دې لامل ملاتړ یې یوه عامه دنده وګڼله. هغه د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري هڅو ستاینه وکړه او د مسلمانو ملتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
په انګلستان کې شاپنګ مالز، د فلسطیني ملاتړو د شورماشور ډګرونه دي
د نوي میلادي کال د پیرودلو د موسم په اوج کې، او پداسې حال کې چې په انګلستان کې د سوداګریزو مرکزونو بازارونه، په ځانګړې توګه په پلازمینه کې، له خلکو ډک دي، د صهیونیسټ رژیم او د دې رژیم تمویل کونکو شرکتونو پر وړاندې لاریون کونکو، د فلسطین د آزادۍ او د اسراییلو د ملاتړ کونکو لپاره د شرم په شعار سره، له ټولو څخه وغوښتل چې د هغو شرکتونو توکي بایکاټ کړي چې د صهیونیسټ رژیم ملاتړ کوي.