ایران او امریکا په خبرو کښې زیات پرمختګ لرلی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» وویل چې تراوسه له ایران سره موافقې ته نه یوو رسیدلي خو تهران او واشنګټن زیات پرمختګ لرلی دی.
هغه خبریالانو ته وویل امریکا تراوسه له ایران سره په خبرو کښې هغه ټکي ته نه ده رسیدلې خو دواړه هیوادونو موافقې ته نږدې شوي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس وویل واشنګټن هماغه راز د ایران او د امریکا ترمینځ د یوې احتمالي موافقې د شرایطو په هکله له تهران سره د خبرو په حال کښې دی او تراوسه معلومه نه ده چې کوم وخت به دغه موافقه وشي او یا دا چې ولسمشر ټرامپ به اصلا دغه موافقه لاسلیک کړي که نه وویل مرکچیانو زیات پرمختګ کړی دی.
هغه په عین حال کښې ادعا وکړه امریکا په داسې موقعیت کښې ده چې کولای شي د ایران اټومي پروګرام ډیر شاته ته وتمبوي.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم وویل چې امریکا او ایران د تفاهم د یوه یادښت د فاینل کولو په پړاو کښې دي چې اصلي چورلیز یې د جنګ ختمول دي.