د ایران د فرنګي کُشتی زلمیانو د آسیا اتلولي وګټله
پارس ټوډې- د ایران د تنکیو ځوانانو د فرنګي کُشتی ملي لوبډله د آسیا د اتلولۍ سیالیو کې د لومړي مقام پر پلیت فارم ودرېده.
پارس ټوډې دمهر خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د آسیا د تنکیو ځوانانو د فرنګي کُشتئ سیالۍ نن جمعې ورځې (یعني د غبرګولې په ۸مه) په ویتنام کې د وروستیو در و وزنونو د سیالیو په ترسره کېدو سره روانې دي، او د ترلاسه شویو پایلو له مخې د ایران د لوبډلې وارمخکې اتلولي یقیني شوې ده.
د جمعې ورځې د سیالیو په لړ کې، د ایران د ملي لوبډلې غړي اسماعیل ظاهردوست د ۷۱ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې فاینل ته لار پیدا کړه. همدارنګه، بل ایراني ملي لوبغاړی حامد دهقانزاده د ۶۵ کیلوګرام وزن او مهدي غلامي د ۸۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د دریم مقام سیالیو ته رسېدلي دي
تر دې وړاندې هم د ایران د فرنګي کُشتی لوبډلې د سرو زرو ۶ مډالونه ګټلي وو.
په دې توګه، د سرو زرو د ترلاسه شویو مډالونو شمېر او د وروستۍ ورځې په فاینل او ردهبندۍ سیالیو کې د ایران د درو استازو د شتون له امله، د ایران د فرنګي کشتی لوبډلې د آسیا د اتلولۍ سیالیو اتلولي له وخته مخکې خپله کړه د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره ئې یو بل ویاړ هم ډالۍ کړ.