کی‌یف: زلنسکي د پوتین سره د لیدنې لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170066-کی_یف_زلنسکي_د_پوتین_سره_د_لیدنې_لپاره_چمتو_دی
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، چمتو دی چې د ځمکنيو مسایلو او د زاپروژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
(last modified 2026-01-28T01:54:10+00:00 )
Jan 28, 2026 06:23 Asia/Kabul
  • کی‌یف: زلنسکي د پوتین سره د لیدنې لپاره چمتو دی

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، چمتو دی چې د ځمکنيو مسایلو او د زاپروژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د دغو موضوعاتو د بحث لپاره د زلنسکي او پوتین ترمنځ د مخامخ ناستې ترسره کېدل اړین دي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه له مخکې همغږۍ یا تایید ته اړتیا نشته.

نوموړي وویل: په دې برخه کې زه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې اړتیا نه وینم، ځکه د دواړو هېوادونو د مذاکره‌کوونکو ټیمونه، د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون، له مخکې جوړ شوي دي.