چین ولې د ایران له «اټومي حقه» ملاتړ کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170470-چین_ولې_د_ایران_له_اټومي_حقه_ملاتړ_کوي
پارس ټوډې – چین یو ځل بیا د ایران د اټومي حق پر ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-07T11:56:06+00:00 )
Feb 07, 2026 16:24 Asia/Kabul
  • چین ولې د ایران له «اټومي حقه» ملاتړ کوي؟

پارس ټوډې – چین یو ځل بیا د ایران د اټومي حق پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «لیو بین» د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۵مه، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال «کاظم غریب‌آبادي» سره په لیدنه کې، یو ځل بیا د تهران د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارونې له حقه ملاتړ څرګند کړ او د ایران د اټومي دوسیې د سیاسي او ډیپلوماتیک حل‌وفصل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.  

د چین د بهرنیو چارو وزارت د وېب‌پاڼې له مخې، دغه چینایي چارواکي وویل چې بېجینګ تل د ایران د اټومي مسئلې د سوله‌ییز حل ملاتړ کړی او دا کار یې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو له طریقه مناسب بللی دی. هغه زیاته کړه چې چین د زور د کارولو له ګواښ او د بندیزونو له لګولو سره مخالف دی او د ایران د مشروع حق ملاتړ کوي، چې له اټومي انرژۍ څخه په سوله‌ییز ډول ګټه واخلي. لیو بین یادونه وکړه چې ایران څو ځله ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا نیت نه لري او چین چمتو دی له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اټومي مسئلې لپاره د مناسب او دوامداره حل‌لارې د پرمخ وړلو په موخه همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې، غریب‌آبادي هم د ایران د اټومي مسئلې په اړه د چین له بې‌طرفه او عادلانه دریځ ستاینه وکړه او له بېجینګ سره د دوامدارو اړیکو او همغږۍ د ساتلو پر لېوالتیا یې ټینګار وکړ.

د ایران له اټومي حق څخه د چین ښکاره ملاتړ ، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي موضوع پر سر د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په رڼا کې، باید د بېجینګ بهرنۍ پالیسۍ په یوه پراخ چوکاټ کې وپېژندل شي؛ داسې چوکاټ چې حقوقي، جیوپولیټیکي، اقتصادي ملاحظات او له لوېدیځ سره جوړښتي سیالي پکې سره یو ځای شوې ده. چین عموماً هڅه کوي خپل دریځونه د کوم ځانګړي هېواد د سیاسي ملاتړ پر ځای، د نړیوال نظم د عمومي اصولو د دفاع په توګه وړاندې کړي؛ لکه د اټومي انرژۍ د سوله‌ییز استعمال حق، څو اړخیزتوب او له یو اړخیز فشار سره مخالفت.

د چین یو له مهمو او اساسي دلیلونو څخه، د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو د حقوقي رژیم ټینګښت دی. د بېجینګ له نظره، د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (NPT) د «حقونو او مکلفیتونو یوه ټولګه» ده؛ یعنې لکه څنګه چې هېوادونه ژمنه کوي چې اټومي وسلو ته به لاس نه غځوي، په بدل کې یې حق لري چې د اټومي ټکنالوژۍ له سوله‌ییزو امکاناتو څخه ګټه واخلي. چین د همدې توازن په لویولو سره استدلال کوي چې له منل شویو ژمنو څخه د ایران محدودول، د دې تړون له روح او متن سره په ټکر کې دي. په دې چوکاټ کې د ایران له اټومي حقه دفاع، د چین لپاره د هغه نړیوال حقوقي نظام د اعتبار دفاع ده، چې خپله چین هم ترې ګټه اخلي.

بل دلیل د چین او د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی د متحدینو ترمنځ جیوپولیټیکي سیالۍ ته ورګرځي. په دې وروستیو کلونو کې، بېجینګ له هغه څه سره چې «د بندیزونو، فشار او یو اړخیزې لاسوهنې سیاست» یې بولي، په زیاتېدونکي ډول مخالفت کړی دی. د ایران اټومي دوسیه د چین له نظره د بندیزونو او سیاسي میکانیزمونو د اوزاري کارونې روښانه بېلګه ده، څو د لوېدیځو قدرتونو اراده پر نورو وتپل شي. له همدې امله، له ایرانه ملاتړ په عین حال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال نظم ته یو سمبولیک پیغام هم دی؛ هغه پیغام چې چین د بحرانونو د مدیریت په برخه کې د یو اړخیزې تګلارې د ټینګښت ملاتړ نه کوي.

درېیم عامل اقتصادي او انرژۍ پورې تړلي ګټې دي. ایران د انرژۍ په نړیوال بازار او همدارنګه د «یو کمربند – یوې لارې» نوښت کې مهم رول لري. د ایران ثبات او د اټومي دوسیې ډیپلوماتیک حل، چین ته د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو زمینه برابروي. د بېجینګ له نظره، اټومي او امنیتي فشارونه نه یوازې د سیمې ثبات زیانمنوي، بلکې د انرژۍ او سوداګرۍ لارې هم بې‌ثباته کوي؛ هغه موضوع چې د چین له ستراتیژیکو ګټو سره په مستقیم ټکر کې ده.

په پای کې ویلای شو چې چین د ایران له اټومي حقه په ملاتړ سره هڅه کوي خپل رول د یوه مسئول ځواک او منځګړي په توګه ټینګ کړي. بېجینګ عموماً د ډیپلوماتیکو حل‌لارو، خبرو اترو او څو اړخیزو تړونونو ته د بېرته ستنېدو ملاتړ کوي او دا تګلاره د تقابلي سیاستونو پر وړاندې مطرح کوي. په دې مانا، د چین دریځ یوازې له ایرانه دفاع نه ده، بلکې د بدلېدونکي نړیوال نظم په چوکاټ کې د خپل رول د بیا تعریفولو د پراخې هڅې برخه ده؛ داسې نظم چې چین پکې غواړي هم د اصولو مدافع وي او هم د هغوی د انتخابي تطبیق منتقد.