د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپلې جوړې لومې کښې ښکیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171652-د_امریکا_ولسمشر_ټرامپ_په_خپلې_جوړې_لومې_کښې_ښکیل_شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «یو ایس ای ټوډی» ورځپاڼې په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران پرضد د ولسمشر ټرامپ جنګ په کافي اندازه بد دی
(last modified 2026-03-26T06:26:54+00:00 )
Mar 26, 2026 10:50 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپلې جوړې لومې  کښې ښکیل شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «یو ایس ای ټوډی» ورځپاڼې په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران پرضد د ولسمشر ټرامپ جنګ په کافي اندازه بد دی

 خو هغه اوس د بایکاټونو په ځنډولو سره له تهران سره مرسته کوي چې له دغه حالت څخه ګټه پورته کړي ولیکل د امریکا ولسمشر ټرامپ په داسې لومه کښې ښکیل شوی دی چې په خپله یې جوړه کړې ده.

د یوایس ای ټوډی ورځپاڼې په راپور کښې ویل شوي دي له داخلي نظره ریپبلیکن ګوند هیله من و چې د اقتصاد د حالت له ښه کیدا څخه د امریکا د رایو ورکونکو د نظر د جلبولو لپاره  استفاده وکړي چې د دغه ګوند کاندیدان یوځل بیا په راتلونکي نوامبر میاشت کښې په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د ولسي جرګې کانګرس کنټرول په لاس کښې ولري خو هغه جنګ چې ټرامپ پیل کړی دی نه یوازې د تیلو بیې بلکې د پیټرولو بیې او د هر هغه شي بیې چې د پیټرولو په ګاډو سره وړل کیږي ګران کړي دي.

دغه راپور زیاتوي له بلې خوا امریکا چې په ایران باندې جنګ کښې د ولسمشر ټرامپ اصلي متحد اسرائیل دی کوم چې واشنګټن د ایران د تیلو د صنعت په بیخ بنایانو باندې بمباریو ته هڅوي او دغه چاره  د تیلو د بیو د زیاتیدا  سبب شوې او د امریکا د ونډو بازارونه به لړزانده کړي.

یو ایس ټوډي ورځپاڼې په پاې کښې ټینګار وکړ په داسې حال کښې چې له لومړیو څخه داسې نه ښکاریده چې ټرامپ په یوه  حساب شوي پلان سره له ایران سره جنګ ته ورګډ شوی وي او هغه اوس هڅه کوي د دغه جنګ له پایلو سره مقابله وکړي.

دغه راز د امریکا «وال سټریټ» جورنال ورځپاڼې هم مخکې په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې د  مینځني ختیځ د تیلو په بهیر کښې بې مخینې کړکیچ د نړۍ د انرژۍ بازار لړزولی دی او د ډول ډول اومو تیلو د بیو ترمینځ یې سخت درز رامینځته کړی دی لیکلي وو د سیمې له تاوتریخوالو سره په یووخت د دغه کړکیچ اغیزونه له فارس خلیج څخه  د باندې تللي دي او اسیا، اروپا او حتی امریکا ته غزیدلي دي.

په همدې ارتباط د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې هم په یوه راپور کښې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا پایلو او د ایران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام ته په اشارې سره لیکلي وو په مینځني ختیځ کښې اوږد جنګ کولای شي نړیوال اقتصاد د بې ثباتۍ نوي پړاو  ته ورننباسي.