لاوروف: د یورانیمو بډایول د ایران مسلم حق دی
پارس ټوډی- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د یورانیمو پخول د ایران مسلم حق دی.
پارس ټوډی سایټ د فارس خبري اژانس په قول راپور راکړی، د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ماسکو به د یورانیمو د بډایه کولو په هکله د هر هغه فیصلې چې د خپلو قانوني حقوقو په چوکاټ کښې د ایران رضایت جلب کړي هرکلی وکړي، وویل د یورانیمو پخول د ایران مسلم حق دی.
هغه د ایران د اټومي فعالیتونو په سوله ئیزوالي باندې ټینګار سره وویل:د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هیڅکله دغه خبره نه ده ثبت کړې چې په ایران کښې د یورانیمو پخول پوځي هدفونه لرلي دي.
د سوله ئیزو هدفونو لپاره د یورانیمو د پخولو حق د ایران لپاره مسلم او ذاتي حق دی.
لاوروف د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د تیریو په مقابل کښې د ایران د خاورې په دفاع کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په دفاع کولو سره وویل د فارس خلیج عرب هیوادونه په ښه ډول خبر دي چې ایران د امریکا او د اسرائیلو له حملو پرته په سیمه کښې یرغلیزو اقداماتو باندې لاس نه پورې کاوه.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په دوام کښې په امریکا غږ وکړ چې د ایران پرضد جنګ بند کړي.
هغه وویل هیله من یم چې امریکا واقع بینه شي او په لویدیځې اسیا کښې تیریګرو ته دوام ورنکړي، داسې حالت چې حتی د امریکا متحدان هم له هغه په عذاب او کړاو کښې دي.»