د امریکا د زبرځواکۍ له ختمېدو وروسته به  نړۍ څرنګه وي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172052-د_امریکا_د_زبرځواکۍ_له_ختمېدو_وروسته_به_نړۍ_څرنګه_وي
پارس تودی- په ایران باندې په برید کې د امریکا او صهیونیست رژیم ناکامئ او د هغو سیمه ایز او نړیوال اثرات د نړۍ  او د امریکا د اکثرو رسندوئي او سیاسي محفلونو د بحث په اصلي موضوع باندې بدله شوې ده.
(last modified 2026-04-16T07:30:56+00:00 )
Apr 16, 2026 11:59 Asia/Kabul
  • د امریکا د زبرځواکۍ له ختمېدو وروسته به  نړۍ څرنګه وي؟

پارس تودی- په ایران باندې په برید کې د امریکا او صهیونیست رژیم ناکامئ او د هغو سیمه ایز او نړیوال اثرات د نړۍ  او د امریکا د اکثرو رسندوئي او سیاسي محفلونو د بحث په اصلي موضوع باندې بدله شوې ده.

د امریکا پولیټیکو نشرئې هم په دې اړه په یوه تحلیلي یادښت کې لیکلي دي: نړۍ د امریکا د ولکې د ختمېدو په لور  درومي، که څه هم واشنګټن لا یو لوي قدرت بلل کیږي، خو  د پخوا په شان، په نورو باندې د خپلو یو اړخیزو غوښتنو د تپلو وړتیا نه لري او د زور په ځای باید مذاکراتو  او هڅولو ته مخه کړي.

ټرمپ په تېر یو کال کې هیڅ یو حقوقي، سیاسي، اخلاقي او انساني چوکاټ ته ژمن نه دی پاته شوی، هغه حتي په ائتلافونو کې واکمن اصول هم نه رعایتوي. هغه اصول چي د امریکا د ولکې او ورسره د هغه د متحدینو د ملګرتیا ضمانت کوونکي وي.

ټرمپ د اسرائیلي رژیم او نتانیاهو څخه ماسېوا د نړۍ ټول هیوادونه حتي د امریکا تر ټولو نژدې متحدین  هم خفه کړي دي. ټرمپ له تجارت څخه  رانیولې بیا د حکومتوالۍ تر طریقې پورې په ټولو برخو کې نور هیوادونه  کړولي دي. په دې خاطر په دې وروستیو شپو ورځو کې ځینو نړیوالو لوبغاړو د ټرمپ له غوښتنو څخه په سرغړونی سره، د امریکا د نفوذ محدودیتونه  ورښودلي دي.

د یادښت په دوام کې په ایران باندې د امریکا او د صهیونیست رژیم د برید پایلو ته په اشارې سره راغلې ده: د ایران چارواکې له امریکا سره په مذاکراتو کې تسلیم نه شول او فیصله وکړل چي مقاومت ته دوام ورکړي، ها خوا بیا د هنګاري رای ورکوونکو د ټرمپ تر ټولو نژدې اروپایي ملګری، یعني لومړي وزیر ویکټور اوربان یې، ګوښه کړ او د هغه سیال ته یې رایي ورکړې. ورپسې د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر څوارلسم پاپ لئو د ټرمپ د ملنډو په غبرګون کې وویل چي ورڅخه هیڅ ویره نه لري.

دغې امریکایي نشریې زیاتوي چي ټرمپ او د هغه سلاکاران داسي یو کړچار لري ګواکې په یوه ویډیویې لوبه کې دي او د نړۍ خلګ هیڅ واک نه په کښې لري. هغوی باوري دي چي امریکا کولایشي د زور، ګواښ او اقتصادي فشار له لارې د نړۍ هیوادونه د خپلو غوښتنو په وړاندې تسلیم کړي، خو په حقیقت کې بهرني سیاست څو بنیادي قانون لري، یو یې د فیزیک له قانون سره ورته والې لري، هغه دا چي هر عمل د عکس العمل سبب ګرځي. ممکنه ده عکس العمل د شدت په برخه له اقدام سره مساوي نه دي، لیکن هغه څه نه ده چي ټرمپ یې غوښتونکي وي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا مخکنی مشر «ریچارد هاس» په دې اړه وایي: که دوی پوه شوي وای چي د زور خبره، د بریالیتوب لپاره غوره تاکتیک نه دی، شاید له دې کار څخه یې لاس اخیستي وای، لیکن هیڅ داسي نښه نه لیدل کیږي چي ټرمپ له زور ویلو لاس اخیستي وي.

د ټرمپ په شان د کبرجنو کسانو سر اخر پای له کاڼې سره موښلي، او د حقیقت منلو ته مجبوره کیږي، ټرمپ اوس د هغه تنګی خلاصون یې خپل هدف ګرځولی دی چي په ایران باندې له بریده مخکې خلاص وو، له دغې لانجې څخه د وتلو لپاره د ټرمپ هر ډول هڅه د زور زیاتی په وړاندې د ایران له مقاومت سره، مخامخ شوی دی، داسي یوه لانجه چي ټرمپ په لوی لاس یې ځان ته رامینځته کړه. د امریکا او د صهیونیست رژیم له یرغل سره د ایران په حیرانوونکې مقابلې سره، د ایران جیوپولیټیکي مقام ټوله دنیا ته معلومه شوه. د ایران په وړاندې هر ډول اقدام، سیمه ایزې او نړیوالې پایلې لري او دا لومړی ځل دی چي امریکا او د هغه خلګ په بل هیواد باندې له یرغل او د خپل ولسمشر له زور وینو څخه زیانمنیږي. د امریکا اروپایي ملګرو هم د واشنګټن له یواړخیزو سیاستونو سره، ملګرتیا ته تیار نه دي، ځکه چي پوهیږي په ایران باندې هر ډول ګوزار، دوی ته هم سخت زیان اړولایشي. په ایران باندې د امریکا او صهیونیست رژیم یرغل له امریکا څخه نیولې بیا تر اروپا پورې د دې ټولو هیوادونو اقتصاد او د ونډې بازار ته سخت زیانونه واړول او د انرژیو د قیمت د زیاتوالې لامل شو. په امنیتي برخه کې هم امریکا له سختو ننګونو سره مخامخ دی، ناټو نور د پخوا په شان نه دی او اروپایي هیوادونه د یوه بل ائتلاف د جوړولو او د فوځي خپلواکۍ په لټه کې دي. د ایران او د امریکا تر مینځ د جنګ له ختمېدو سره، به د امریکا د نړیوالې ولکې د نسکورتیا پیل شي.