د اروپايي اتحادیې مسوولې د ایران پرضد بې منطقه خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172284-د_اروپايي_اتحادیې_مسوولې_د_ایران_پرضد_بې_منطقه_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو په تکرارولو او د ایران د دفاعي توان پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره ادعا وکړه دغه اتحادیه کولای شي له تهران سره د ‌ډيپلوماسۍ په بهیر کښې رول ولوبوي.
(last modified 2026-04-25T10:05:59+00:00 )
Apr 25, 2026 14:33 Asia/Kabul
  • د اروپايي اتحادیې مسوولې د ایران پرضد بې منطقه خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو په تکرارولو او د ایران د دفاعي توان پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره ادعا وکړه دغه اتحادیه کولای شي له تهران سره د ‌ډيپلوماسۍ په بهیر کښې رول ولوبوي.

کایا کالاس چې د اروپا د شورا په دوه ورځنۍ غونډې کښې د ګډون لپاره قبرس ته تللې ده خبریالانو ته وویل په مینځني ختیځ کښې جنګونه بې شکه په مونږ ټولو باندې اغیز شیندي او دغه پوښتتنه مطرح ده چې په سیمه کښې سولې او ثبات ته د رسیدا لپاره نور کوم اقدامات ترسره کولای شو.هغې د اروپا د غیر رغنده دریځونو په دوام کښې ادعا وکړه چې په اسلام اباد کښې د خبرو اترو په هکله د موضوعګانو لمن محدوده ده او د اروپا د لویې وچې د اندیښنې وړ مسائیل پکښې نه دي شامل.د کایا کالاس دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې اروپا له اټومي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته حتی د دغه موافقې په ساتلو کښې هم ناتوانه پاتې شوه او په نهایت کښې یې د اسنیپ بیک د سیسټم په فعالولو سره د اټومي ډيپلوماسۍ تر ټولو څو اړخیزه مهم نوښټ ته یې هم ګوزار ورکړ.کایا کالاس دغه راز په هرمز اوبلاره کښې د ناامنۍ او د ګډوډۍ د جرړې په توګه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم تیریګریو ته له اشارې پرته د دغه مهمې اوبلاې د بیرته خلاصولو لپاره د اروپا غوښتنه تکرار کړه.د ویلوه ده چې اروپايي هیوادونه هم د عربو هیوادونو په شان د امریکا غلامان دي او دوې خپله هیڅ خپلواکۍ نلري او تل د امریکا د ګټو په لړ کښې حرکت کوي.