پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 14:37 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر په دې خبرې باندې چې د ایران پرضد جنګ د ډیرو بې ګناه خلکو د وژلې سبب شوی دی خواشینۍ څرګنده کړه.
هغه دغه راز د سولې د خبرو اترو په کم سرعت باندې په ناهیلۍ څرګندولو سره وویل مونږ نه پوهیږو دغه بهیر چیرته ځي داسې بهیر چې د نړۍ د اقتصاد لپاره یې دغه ګډوډ حالت رامینځته کړی دی.
ټیګونه