د ایران اویا فیصده توغندي اوس هم په خپل ځاې شته
تسنیم خبري اژانس راپور راکړ د بریتانیا «اینډي پینډینټ» ورځپاڼې ولیکل: د امریکا جاسوسۍ اداره سي ايي ای(CIA) وايي ایران تر میاشتو میاشتو پورې د ولسمشر ټرامپ د سمندري کلابندۍ په مقابل کښې مقاومت کولای شي.
دغه ورځپاڼې ولیکل:د امریکا استخباراتي اداره سي ايي ای وايي ایران کولای شي تر میاشتو میاشتو پورې د ټرامپ له سمندري کلابندۍ سره مقاومت وکړي او ایران تراوسه خپل اویا فیصده توغندي ساتلي دي.
نوي استخباراتي ارزونې ښودنه کوي چې د ایران اقتصاد د لومړنیو اټکلونو په نسبت ډیره سازګارۍ ښودلې ده او د سټراټيژیکو شیانو زیرمې د مینځ مودې لپاره کافي دي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ د بیانیو په اپوټه میداني حقایق ښودنه کوي چې د ایران د قومندنۍ او د کنټرول جوړښت هماغه راز کوټلی دی او د اقتصادي دباونو یا د امریکا تر مشرۍ لاندې د پوځي فشارونو له کبله د دړې وړې کیدا هیڅ نښه نه لیدل کیږي.