اولیانوف: د ایران د بډایه شويو یورانیمو لېږدولو ته اړتیا نشته
پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازي اعلان وکړ چې د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل او لېږدول ضروري نه دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ میخائیل اولیانوف، چې په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازی دی، د اېکس ټولنیزې شبکې په خپلې شخصي پاڼه کې ولیکل: «د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل هېڅ اړتیا نه لري.»
اولیانوف زیاته کړه: «د دې کار لپاره د تهران رضایت اړین دی. له نظري پلوه، که دواړه لوري موافقه وکړي، په خپله د ایران په خاوره کې د بډایه شويو یورانیمو د رقیق کولو امکان هم شته. له همدې امله، په دې اړه اټکلونه او ګومانونه له وخته مخکې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون مشر، ابراهیم عزیزي، تر دې وړاندې د ایکس ټولنیزې شبکې په خپلې شخصي پاڼه کې لیکلي وو: «د ایران اسلامي جمهوریت به له خپلو سرو کرښو لکه د بډایه کولو حق، بډایه شوي یورانیم، د هرمز تنګي اداره او د بندیزونو لغوه کېدلو څخه، هېڅکله شاته نه شي. څرګنده ده چې ټرمپ له دې ستراتیژیک بندون څخه د ځان د ژغورلو لپاره یوه ورځ د ګواښ وسیله کاروي او بله ورځ د هوکړې غوښتنه کوي.»
عزیزي همدارنګه له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ هېڅ اراده نه لرو چې خپل بډایه شوي یورانیم ولېږدوو. د یورانیمو په اړه دا پوښتنې نه پوهېږم د چا د فکر زېږنده ده. موږ داسې هېڅ پلان نه لرو چې خپل یورانیم بل هېواد، منځګړي یا بل ځای ته انتقال کړو.»