ورځپاڼو ته کتنه ۱۹-۴-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د اختر په مناسبت د نطام د چارواکو او د اسلامی هېوادونو د سفیرانو په کتنه کښې د معظم رهبر وېناوې راخېستې دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په دې اړه ولیکل،
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په سیمه او اسلامی نړۍ کښې د جنګ، ناامنۍ او ترهګرۍ اصلی سرچینه استکباری قدرتونه او د هغوی په سر کښې امریکا وبلله.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ایران د نظام د مسئولانو او د مختلفو پرګنو د یوه ډله خلقو په کتنه کښې په دې ټکی باندې په تاکید سره چې د استکباری قدرتونو هدف د صهیونیسټی رژیم لپاره د ساه اخیستو د فضا برابرول او د فلسطین د مهمې موضوع هیرول دی، وویل: له دې دسیسو سره د مقابلې یوازنۍ لاره د حقیقی دښمن پیژندل او په وړاندې یې ټینګ دریدنه ده.
ورځپاڼې همدارنګ ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی هم د هېواد د نظام او لشکر د مسئولانو، د اسلامی هېوادونو د سفیرانواو د خلقو له مختلفو پرګنو سره د اختر په مناسبت د معظم رهبر په دغه کتنه کښې وویل،ترهه ګری، تشدداو تندلاریتوب پوله او ملت نه پېژنی.
---------
ورځپاڼې ولیکل د تهران د جمعې د نمانځه خطیب په نړۍ کې د جنګ او ناامنۍ جرړه د نړۍ د قدرتونو په تیره بیا امریکا استکباری خوی وباله.
ایت الله محمد علی موحدی کرمانی په دې بیان سره چې استکباری طاقتونه غواړی د فلسطین مساله هیره شی وویل : ترهه ګر د امریکا او انګلستان محصول دے چې په سیمه کې جنایت کوی.
-----------
ورځپاڼې ولیکل، د عراق د صلاح الدین صوبې په بلد ښار کښې دامام علی نقی(ع) د زوے سید محمد (ع) په روضه مبارکه کښې د ترهه ګرو په لاس د بم دچاودنې له امله تقریباًپنځوس تنه شهیدان او پنځوس نور ژوبل شول.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی پرون دیمن خلکو، مبارزانو او ددنیا ټولو مسلمانانو ته دکوچنی اختر په مناسبت دامبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې دسیمې له ځینوعربو هیوادونو چې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو په جوړولو کښې لاس لری وغوښتل خپل سیاستونه دې بدل کړی .
------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل، د روسیې ولسمشر پوټین د ترهه ګرو په خلاف د سوریې د هوائی حملو د کمولو په اړه د اوباما تجویز رد کړ.
------
د ورځپاڼې د یو خبر له مخې اوباما وویل، اته زره څلور سوه امریکائی ځواکونه به په افغانستان کښې پاتې شی.
---------
د اطلاعات ورځپاڼې د خبر له مخې په امریکه کښې دنژاد پرسته په خلاف له احتجاج کوونکو سره د پولیسو په اخ و ډب کښې پینځه تنه مړۀ او یو شمېر نور ژوبل شول.
---------
ورځپاڼې د نېټو په حولې سره ولیکل دغه فوځی تنظیم له روسیې سره فوځی مقابلې رسمی اعلان وکړ.
-------
د اطلاعات ورځپاڼې د خبر له مخې د اروپائی اتحادیې پارلېمان د یو پرېکړ لیک په صادرولو سره د بحرېن د آل خلیفه رژیم لخوا د خلقو د ځپنې اقدامات وغندل.
--------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، له پاکستان سره د ایران په پوله کښې د له هغو ترهه ګرو ډلو سره چې د پاکستان له خاورې څخه ایران ته داخلېدې د پوله ایزو ځواکونو په مقاله کښې څلور ایرانی عسکر شهیدان شول. البته له سختې مقابلې وروسته ترهه ګر کسان د پاکستان د بې پامۍ په سیوری کښې د دغه هېواد خاورې ته واپس وتښتېدل.
------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک د قوماندان امیرالبحر حبیب ا... سیاری په حوالې سره ولیکل، د هېواد په ټولوسواحلو کښې مضبوطی او قدرتمنې توغنده ای ، الېټرانیکی او ډرون ډلې ځاےپرځاےکړې شوی دی.
-----
د جمهوری اسلامی ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ایران د خارجه وزارت له رپوټ سره سم د ایرن د بهرنیو چارو د وزرات ویاند بهرام قاسمی نن د عراق په شمال کې د ترهه ګرې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې په مقدسو ځایونو او زیارت کوونکو حملې شرموونکې وبللې.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی همدارنګ یو ځل بیا له تکفیری ترهه ګرۍ او د دغه ډلې له جنونی کړنو سره د اغیزمنې مقابلې لپاره د نړیوالو وحدت په ضرورت ټینګار وکړ.
------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، د سوریې حکومتی ځواکونو په حلب کښې کاستیلو نومې ستره سټراټیجکه سیمه په خپل کنټرول کښې راوسته.
-------
ورځپاڼې ولیکل، کېنیا ته د صهیونېسټ رژیم د ورزیر اعظم بنیامین نتانیا هو د سفر په دوران کښې په هغه قاتلانه حمله وشوه.
---------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې د ایران د ملی امنیت د شورا د غړی په حوالې سره وویل په ماه شهر بندرګا ه ګښې په پټروکېمیکل مرکز کښې د اور لګېدنې واقعه فنی خرابی وه او د تخریبکارۍ سره څه تعلق نه لری.
-------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، د اعش ترهه ګرو په رقه ښار کښې پینځه فوټبالېسټان اعدام کړل.
------
جام جم ولیکل، د عراق مشهور مبارز ابو عزرائیل چې له نوم نه یې داعش ترهه ګر بوږنیږی تېره ورځ د امام رضا (ع) د زیارت لپاره د ایران مشهد مقدس ښارته راغے.
---------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د خلقو ستر خدمت کوونکے او سماجی فعال شخصیت عبدالستار ایدهی په اته اتیا کلنۍکښې له دنیاسترګې پټې کړې. ورځپاڼې ولیکل، د هغۀ په مرګ باندې د هېواد د ټولو طبقو خلقو خواښینی او غمرازی څرګنده کړه. او د هغه وفات یې د هېواد په تېره بیا د بې وزله او دردېدونکو خلقو لپاره یو نه تلافی کېدونکے زیان وبلۀ.
-------
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د ایدهی د وفات په علت په هېواد کښې د یوې ورځې ویر اعلان وکړ.
---------
ورځپاڼې د لېبیائی رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد د پخوانی ډېکټېټر کرنل معمر قذافی زوے سېف الاسلام آزاد کړےشو.
-------
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ولیکل، د امریکا ١٣ پخوانیو جنرالانو او ډیپلوماتانو د خپل هېواد ولسمشر ته په یوه لیک کې لیکلی، افغانستان داسې هېواد دى چې د امریکا متحده ایالات یې باید ثبات او پرمختګ ته پام وکړی، ځکه واشنګټن هلته په پراخه پیمانه پانګونه کړې ده.
-------
وال سټریټ بلې امریکائی ورځپاڼې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ د قوماندان جنرال جو ووتل په حواله لیکلی چې ویلی یې دی:
امریکا په افغانستان کې د دوه ډوله ماموریت لپاره په دغه هېواد کې خپل لسګونه زره سرتېری پرېږدی چې افغان ځواکونه وروزی او هم د ټروریزم په وړاندې مبارزه کې برخه ولری. د ورځپاڼې دا لیکنې په داسې حال کښې دی چې د امریکې ځواکونو په افغانستان کښې په تېره اوږده موده کښې په دې دواړو برخو کښې هیڅ کار نه دےکړے بلکه د دې په اپوټه فعالیتونه یې کړی دی.
----------
بلې امریکایۍ ورځپاڼې سټارس اینډ سټرایپس په خپله تازه ګڼه کې لیکلی،د امریکا ولسمشر بارک اوباماپه پام کې لرل چې د امریکایی پوځیانو اوسنى شمېر ٥٥٠٠ ته راکم کړی، خو د امریکا د دفاع وزیر په ګډون د امریکا د نورو عالی رتبه پوځی قوماندانانو د وړاندیزونو پر اساس ښاغلی اوباما په افغانستان کې تر دې د زیات شمېر پوځیانو د پرېښودلو پرېکړه وکړه.
----------