د روسیې په سرحدي سیمو د اوکراین مرګونی ګوزار
Jun 23, 2026 05:49 Asia/Kabul
د اوکراین د توغندیز برید له امله په روسیه کې ۵ تنه عام وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د روسیې د ورونژ سیمې والي الکساندر ګوسف ویلي چې د اوکراین د توغندیز برید له امله ۵ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د برید له امله ۱۰ اپارتمانونه او شاوخوا ۵۰ موټر هم زیانمن شوي دي.
بلخوا، د اوکراین پوځ اعلان کړی چې د ورونژ په سرحدي سیمه کې یې د روسیې پر یوه فابریکه برید کړی چې د توغندیو لپاره برېښنايي تجهیزات تولیدوي. د اوکراین د پوځ په وینا، دغه فابریکه د روسیې د دفاعي صنعت مهمه برخه وه او په ځانګړي ډول د «اسکندر» توغندیز سیستم لپاره تجهیزات پکې جوړېدل.