د امریکا یو بل لوړپوړی پوځي قومندان له پنتاګونه استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174496-د_امریکا_یو_بل_لوړپوړی_پوځي_قومندان_له_پنتاګونه_استعفا_وکړه
د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا د ځواکونو قومندان، کریس ډوناهو، له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده. امریکايي رسنیو د پنتاګون د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ډوناهو د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره د اختلافاتو او شخړو له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
(last modified 2026-06-24T09:26:03+00:00 )
Jun 24, 2026 13:51 Asia/Kabul
  • د امریکا یو بل لوړپوړی پوځي قومندان له پنتاګونه استعفا وکړه

د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا د ځواکونو قومندان، کریس ډوناهو، له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده. امریکايي رسنیو د پنتاګون د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ډوناهو د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره د اختلافاتو او شخړو له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د راپورونو له مخې، ډوناهو چې د امریکا د پوځ یو له مهمو او اغېزناکو جنرالانو څخه بلل کېده، د ګډو ځواکونو د راتلونکي لوی درستیز په توګه هم یادېده، خو له دفاع وزیر سره د هغه اختلافات د دې پوځي پرمختګ مخه ونیوله. نوموړي د سه شنبې په ورځ تر لفظي شخړې وروسته خپله استعفا وړاندې کړه.

ډوناهو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هم د پام وړ څېره وه او د هغه ناڅاپي استعفا د پنتاګون په رهبرۍ کې د وروستیو بدلونونو دوام ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پیټ هیګسټ د دفاع وزیر په توګه تر ګمارل کېدو وروسته د پنتاګون په لوړو پوځي او امنیتي کړیو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي دي. تر دې وړاندې دوو جګپورو جنرالانو جان فلن او چارلز کیو براون هم له خپلو پوځي دندو وتلي وو. همدارنګه، هیګسټ د امریکا د پوځ لوی درستیز رندي جورج او د سمندري ځواکونو مرستیاله شوشانا چټفیلډ یې هم له دندې څخه ګوښه کړی وو. د شنونکو په باور، له پنتاګونه د پرله‌پسې لوړپوړو چارواکو وتل د امریکا د دفاعي ادارې دننه د نظر اختلافاتو او اداري بدلونونو څرګندونه کوي.