د عربستان د اټومي پروګرام پراختیا اود ټرمپ دوهګوڼی چلند
-
محمد بن سلمان او کذاب او کرغیړن ډونالډټرمپ
پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر له عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا تړون لاسلیک کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو دبډایولو لپاره لاره هواروي.
د امریکائي ورځپاڼو وال سټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز د راپورونو له مخې، د دغه ۳۰ کلن تړون ارزښت لسګونه میلیارده ډالر اټکل شوی دی. د تړون له مخې، ریاض به د واشنګټن په مرستې سره د غیر پوځي ایټمي ټیکنالوژۍ څښتن شي.
د دغه تړون پر اساس، امریکائي شرکتونه به په سعودي عربستان کې د ایټمي بیخ بینائيو په جوړولو او پراختیا کې اساسي رول ولري او په دغې برخې کې به د نورو بهرنیو شرکتونو د فعالیت مخه ونیول شي.
د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې هم د ټرمپ له خوا عربستان ته د امریکا د ایټمي ټیکنالوژۍ د ورکولو موافقې د رسنیو پام ځان ته اړولی و.
د ریاض چارواکي ادعا کوي چې د فُسیلي سونګو د توکو پر ځای د بدیلو انرژیو د پراختیا او له هغو سره د اړوندوالي د کمولو لپاره د امریکا غیر پوځي ایټمي ټیکنالوژۍ ته اړتیا لري، خو د دغه شان هر ډول تړون د ایټمي وسلو د نه خپرېدو د قوانینو تابع دی او باید د امریکا کانګرس ئې په دقیق ډول وڅېړي.
د دغه تړون د یوې مادې له مخې، که د دواړو هېوادونو ګډې څېړنې بریالۍ نتیجې ورکړي، نو امریکائي شرکتونه به په سعودي عربستان کې د یورانیمو د بډایولو ایټمي تأسیسات جوړ کړي.
همدا برخه د امریکا د کانګرس د دواړو لویو ګوندونو د یو شمېر استازو او همدارنګه د اسرائیلي چارواکو له مخالفت سره هم مخ شوې ده. هغوی مخکې ویلي وو چې دا کار به عربستان د ایټمي وسلو جوړولو ته نږدې کړي.
د یادونې وړ مهم ټکی دا دی چې امریکا د لوېدیځې اسیا د ایټمي ټیکنالوژۍ د پراختیا په اړه دوهګوڼی چلند لري.
په داسې حال کې چې واشنګټن تل د دغې ادعا په پلمې سره چې ګواکې ایران د ایټمي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، د ایران له سولهییز ایټمي پروګرام سره مخالفت کړی، خو د خپلو سیمهییزو متحدانو لپاره د ایټمي ټیکنالوژۍ د منتقلولو او پراختیا په برخې کې مثبت دریځ لري.
سره له دې چې د د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې د ایران او د ۵+۱ ډلې ترمنځ جامعه نړیواله ایټمی موافقه د ایران د ایټمي فعالیتونو د تضمین لپاره، د سختو څارنو او پلټنو په چوکاټ کې لاسلیک شوه، خو د امریکا د وخت کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مئ میاشت کې له دغې نړیوالې ایټمي موافقې څ خه د امریکا وتل اعلان کړل او د پر ایران ئې د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې تر ټولو پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.
له دې سره د ټرمپ حکومت د ایران د ایټمي پروګرام پر وړاندې تر ټولو سخت دریځ او اقدامات غوره کړل.
دا په داسې حال کې دي چې د ایران د ایټمي وسلو د جوړولو د هڅو په اړه هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي، او د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس (IAEA) څو ځله ټینګار کړی چې د ایران ایټمي پروګرام سولهییز دی.
همدارنګه د امریکا د استخباراتي ټولنې راپور هم څرګندوي چې ایران د ایټمي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي.
سره له دې، ټرمپ دغو ټولو ارزوَنو ته له پام پرته ، په تیره بیا د ایران له خوا د یورانیمو له پخوَلو او بډایولو سره سخت مخالفت کوي، حال دا چې ایران د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس او د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) غړی دی او د نړیوالو قوانینو له مخې د سولهییزو ایټمي فعالیتونو، پشمول د یورانیمو د بډایولو، حق لري.
په پای کې، ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دویم پړاؤ کې لومړی د ۲۰۲۵ کال د جون د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال د ایران د ځینو ایټمي تأسیساتو د بمبارولو امر وکړ، او وروسته ئې د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې د ایران د ګواښ، په تیره بیا د ایټمي پروګرام، په پلمه د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ له ۲۸ نېټې له ایران سره ۴۰ ورځنی جنګ پیل کړ.
که څه هم ټرمپ څو ځله ادعا کړې چې د ایران ایټمي تأسیسات ئې په بشپړ ډول له مینځه وړي، خو د جنګ له اوربند وروسته او همدارنګه له اسلامآباد تفاهملیک څخه تر وتلو وروسته ئې د ایران پر بېلابېلو سیمو خپلو هوائي او توغندوي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
دا ټول په داسې حال کې دي چې امریکا په لوېدیځي آسیا کې د خپلو متحدانو د ایټمي ټیکنالوژۍ د لرلو په اړه مثبت دریځ لري او حتی ورسره مرسته هم کوي.
لکه څنګه چې کِذاب ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي همکارۍ هغه تړون لاسلیک کړی چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د پخولو لاره هواروي، په داسې حال کې چې د ایران له هر ډول یورانیمو بډایولو سره سخت مخالفت څرګندوي او حتی د ایران د ټولو ایټمي تأسیساتو د تړلو غوښتنه هم کوي.