د ټرمپ ګواښونو ته د یمن د انصارالله غورځنګ ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175508-د_ټرمپ_ګواښونو_ته_د_یمن_د_انصارالله_غورځنګ_ځواب
د یمن د لوړې سیاسي شورا د رئیس سلاکار، د یمن د کلابندۍ تر پای ته رسېدو پورې د سعودي پر ضد د عملیاتو پر دوام ټینګار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته یې غبرګون ښودلی دی.
(last modified 2026-07-24T03:08:27+00:00 )
Jul 24, 2026 07:32 Asia/Kabul
  • محمد طاهر أنعم د یمن د لوړې سیاسي شورا د رئیس سلاکار
    محمد طاهر أنعم د یمن د لوړې سیاسي شورا د رئیس سلاکار

د یمن د لوړې سیاسي شورا د رئیس سلاکار، د یمن د کلابندۍ تر پای ته رسېدو پورې د سعودي پر ضد د عملیاتو پر دوام ټینګار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته یې غبرګون ښودلی دی.


محمد طاهر أنعم له المیادین شبکې سره په خبرو کې ویلي، که امریکا پر یمن یرغل وکړي، یمني ځواکونه به د امریکا کښتۍ او ګټې په نښه کړي، او د یمن توغندي د دغو هدفونو د ویشتلو وړتیا لري.

هغه ویلي، د یمن غوښتنه روښانه او عادلانه ده او اساسي موخه یې د یمن د کلابندۍ پای ته رسول دي. تر هغه وخته چې دا غوښتنه نه وي منل شوې، د سعودي پر ضد عملیات به دوام ولري.

دغه یمني چارواکي خبرداری ورکړی چې صنعا به د هر هغه هېواد په نښه کولو کې هم زړه نازړه نه شي چې له سعودي عربستان سره همکاري وکړي. د دغو اقداماتو هدف پر یمن د اقتصادي او سیاسي کلابندۍ پای ته رسول دي.