د فلسطین له خلکو سره نړیوال ملاتړ مخ په زیاتېدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175526-د_فلسطین_له_خلکو_سره_نړیوال_ملاتړ_مخ_په_زیاتېدو_دی
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشیمیتسو ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
(last modified 2026-07-24T10:00:03+00:00 )
Jul 24, 2026 14:27 Asia/Kabul
  •   د فلسطین له خلکو سره نړیوال ملاتړ مخ په زیاتېدو دی

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشیمیتسو ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له  قوله  راپور راکړ،د جاپان خارجه وزیر  موتګي توشیمیتسو د فلسطین د پراختیا لپاره د ختیځې آسیا د هېوادونو د ملګرتیا کنفرانس (CEAPAD) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې، د دې هیلې په څرګندولو سره چې له فلسطین څخه نړیوال ملاتړ به دوام ومومي، وویل:د فلسطین دوامدار پاتې کېدل او پیاوړتیا د دوو حکومتونو د حل‌لارې د عملي کېدو لپاره اړین دي.

دغه کنفرانس په ۲۰۱۳ کال کې د جاپان په نوښت جوړ شوی، څو د فلسطین د ملاتړ د لارو چارو په اړه خبرې اترې پکې وشي.

موتېګي د دې همکارۍ د چوکاټ پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل:دغه غونډه د بشري سرچینو د اوږدمهاله پراختیا له لارې په فلسطین کې د حکومت جوړونې له بهیر سره مرسته کولی شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم ویلي وو چې د دغه هېواد حکومت، د بشري وضعیت د خرابېدو له امله، ایران، لبنان او فلسطین ته د ټولټال ۱۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ بشري مرستې ځانګړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې دا مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فيډریشن په همکارۍ برابریږي او د روغتیا، طبي پاملرنې او درملیزو خدمتونو په برخو کې به ولګول شي.

هغه په پای کې وویل:د منځني ختیځ سوله او ثبات د جاپان لپاره ډېر مهم دي، او ټوکیو به د سیمې د بشري وضعیت د ښه والي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له اړوندو هېوادونو او اورګانونو سره خپلې نږدې ملګرتیا ته دوام ورکړي.