تفسیر | د ډرونزپه برخه کې قطر ته د اوکراین پراخې مرستې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175778-تفسیر_د_ډرونزپه_برخه_کې_قطر_ته_د_اوکراین_پراخې_مرستې
پارس ټوډې – روسي رایبار چینل په یوه راپور کې لیکلي، اوکراین هڅه کوي له هغې تجربې چې له روسیې سره په جګړه کې یې په ځانګړي ډول د ډرونونو پر وړاندې مبارزه کې ترلاسه کړې، د عاید ګټلو او لوېدیځې اسیا ته د نفوذ لپاره کار واخلي.
(last modified 2026-07-29T10:24:48+00:00 )
Jul 29, 2026 14:53 Asia/Kabul
  • تفسیر |  د ډرونزپه برخه کې قطر ته د اوکراین پراخې مرستې

پارس ټوډې – روسي رایبار چینل په یوه راپور کې لیکلي، اوکراین هڅه کوي له هغې تجربې چې له روسیې سره په جګړه کې یې په ځانګړي ډول د ډرونونو پر وړاندې مبارزه کې ترلاسه کړې، د عاید ګټلو او لوېدیځې اسیا ته د نفوذ لپاره کار واخلي.

پارس ټوډې د رایبار د راپور له مخې وايي، قطر د ډروني ګواښونو پر وړاندې د خپلی دفاع د پیاوړتیا لپاره له اوکرایني چلونکو (اپراتورانو) مرسته غوښتې او دوی دغه هېواد ته ګڼ شمېر رهګیره ډرونونه او لنډ واټنه راداري سیستمونه راوړي ترڅو له ایران سره په جګړه کې حضور ولري.

په بل پړاو کې، اوکراین یوازې د تجهیزاتو پر لېږلو بسنه نه ده کړې، بلکې د «چمتو دفاع» یوه نمونه یې وړاندیز کړې چې د قطري ځواکونو روزنه، د دفاعي لایو جوړول، د الکترونیکي جګړې کارول، نور رادارونه، اکوسټیک سنسورونه او حتي د سمندري پولو د ساتنې لپاره سمندري ډرونونه هم په کې شاملېږي. په بدل کې، قطر د دې همکارۍ لګښت پرې کوي او اوکراین هم له دې لارې هڅه کوي د عاید او پرسټیج  ترڅنګ خپلې نظامي اړتیاوې هم پوره کړي.

 

اوکراین له روسي ډرونونو سره د درې کلنې مستقیمې مقابلې تجربې په کارولو سره، اوس دغه پوهه د فارس خلیج هېوادونو، په ځانګړي ډول قطر ته صادروي. دا همکاري د ۲۲۸ متخصصو افسرانو د ځای پر ځای کولو، د رهګیره سیستمونو او لنډ واټنه رادارونو د لېږد، او لس کلنو تخنیکي او صنعتي تړونونو د لاسلیک په بڼه ترسره شوې ده.

د دغو مرستو اصلي لاملونه په لاندې ډول دي: 

۱. د جګړې پراخه تجربه: اوکراین یوازینی هېواد دی چې کلونه یې د ګرانو انهدامي ډرونونو (چې د ایران د شاهد‑۱۳۶ روسي نمونه ده) د پراخو څپو پر وړاندې جګړه کړې او د پېژندنې، اختلال او انهدام اغېزناک تاکتیکونه یې په عمل کې ازمایلي دي. د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران د ډروني بریدونو ته په کتو سره، دا تجربه د قطر لپاره حیاتي بلل کېږي. 

۲. اقتصادي صرفه: د هر «پټریوټ» توغندي بیه شاوخوا ۴ میلیونه ډالر دی، په داسې حال کې چې د اوکراین رهګیره ډرونونه یوازې له ۲ تر ۱۰ زره ډالرو پورې ارزښت لري. دغه سلګونه برابره توپیر قطر ته اجازه ورکوي چې له مالي افلاس پرته، د درنو بریدونو پر وړاندې دوامداره دفاع ولري. 

 

۳. د ټکنالوژۍ لېږد او ګډ تولید: د دواړو هېوادونو ترمنځ توافق یوازې د تجهیزاتو پر خرڅلاو نه ختمېږي، بلکې د قطر په خاوره کې د رهګیره ډرونونو د تولید د کرښې جوړول هم په کې شامل دي. دغه اقدام د قطر اوږدمهاله تکیه پر لوېدیځ کموي او د هغه کورنی دفاعي توان لوړوي. 

 

۴. د ګټو ستراتېژیکه تبادله: اوکراین د دغو مرستو په بدل کې، له قطر څخه د پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو (لکه پټریوټ) او حتي  د «میراج ۲۰۰۰» جنګي الوتکو غوښتنه کوي. په بله  وینا ، دا همکاري یوه دوه اړخیزه ګټوره راکړه ورکړه ده: قطر د خپل هېواد اسماني امنیت خوندي کوي او اوکراین د روسي توغندیو او جنګي الوتکو پر وړاندې د مقابلې لپاره حیاتي تجهیزات ترلاسه کوي. 

په هر حال، دغه مرستې له ځینو ننګونو سره هم مخامخ دي: د اوکراین د ډرون ضد ټکنالوژۍ په بدل کې د قطري جنګي الوتکو د تبادلې پر سر مذاکرات له خنډ سره مخ شوي، او له بلې خوا د اوکراین دننه ځینې کسان پر دې نیوکه لري چې اوکرایني متخصصین له اصلي جګړه ییزې جبهې وځي. له دې سره سره، د «اوکراین‑قطر» نمونه ښيي چې د اوکراین جګړې نه یوازې د اروپا معادلې، بلکې د لوېدیځې اسیا امنیت هم د بدلون سره مخ کړی دی.