ټرامپ وايي له ایران سره حقیقي موافقه غواړم
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دروغجن او بې منطقه ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوځل بیا د ایران پرضد د چټي خبرو په تکرارولو سره ادعا وکړه: مونږ غواړو حقیقي موافقه وکړو.
زه یوه ظاهري یا جعلي موافقه نه غواړم.
د امریکا سرزوري ولسمشر ټرامپ له «ریل امریکنز ویس» سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه یوځل بیا خپلې زیات غوښتنې او چټي خبرې تکرار کړې او ادعا یې وکړه که چیرې ما د پخواني ولسمشر باراک اوبا د وخت اټومي موافقه لغوه نه وای کړې ایران به شپږ یا اوه کاله مخکې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړی و.
هغه وویل که چیرې زه نه وای نن به اسرائیل نه و او د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره یې وویل ایران د اټومي وسلو له جوړولو سره دوه اونۍ واټن درلود.
د امریکا ولسمشر ټرامپ چې د ایران پرضد جنګ کښې د بریالیتوب د چټي ژمنو په دلیل د عمومي افکارو او د ولسي جرګې کانګرس لخوا له سخت دباو سره مخ دی ادعا وکړه د ویټنام جنګ یویشت کاله اوږد شو او مونږ اوس د ایران پرضد د جنګ په پینځمه میاشت کښې یوو او امریکایان وايي جنګ ډیر اوږد شوی دی.
ټرامپ وویل هماغه خلک چې مونږ یې په ویټنام کښې یویشت کاله وساتلو اوس د ایران پرضد د جنګ په اړه شکایت کوي چې ولې دغه جنګ دومره اوږد شوی دی.
هغه د ایران پرضد د خپل جنګ په توجیه کښې ادعا وکړه همیشه د دغو موضوع ګانو اټکل سخت دی مونږ په وینزویلا کښې په یوه ورځ کښې ولسمشر له کاره لیری کړ.
امریکا د ایران پرضد جنګ کښې سخته ماتې خوړلې ده او اوس په ټوله دنیا کښې زیاته یې عزته او رسوا شوې ده.
امریکا اوس له دغه جبۍ څخه د ځان د خلاصولو کوشش کوي خو هیڅ پلان نلري.