ورځپاڼوته کتنه ۲۱-۴-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i17635-ورځپاڼوته_کتنه_۲۱_۴_۹۵
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیوچارو وزیر په تهران کښې د عراق د اسلامی اعلی جرګې له مشر سید عمار حکیم سره په کتنه کښې وویل، په عراق کښې د ترهه ګرو تر بشپړه نابودۍ پورې به د دغه هېواد د حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2016 07:42 Asia/Kabul
  • ورځپاڼوته کتنه ۲۱-۴-۹۵

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیوچارو وزیر په تهران کښې د عراق د اسلامی اعلی جرګې له مشر سید عمار حکیم سره په کتنه کښې وویل، په عراق کښې د ترهه ګرو تر بشپړه نابودۍ پورې به د دغه هېواد د حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ یوو.

په دغه کتنه کښې سید عمار حکیم هم د عراق د سیاسی او فوځی حالاتو د رپوپوټ په وړاندې کولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو او ملګرتیاو قدرونه وکړه.

-----------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د عمومی درستیز جنرل محمد باقری وویل، د خپلې دفاعی امادګۍ د ترقۍ پالیسۍ ته به هم هغه شان دوام ورکړوو.

----------

اطلاعات ورځپاڼې د مصر د امنیتی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد په سینا سیمه کښې په یو لړ عملیاتو کښې د داعش سرغنه «محمد موسی محیسن» ووژل شو. په دغو عملیاتو کښې د هغۀ درې نور ملګری هم هلاک او یو شمېر نور ژوبل شول.

--------

ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل له امریکائی پولیسو سره په نژادی تبعیض باندې د اعتراض کوونکو نښتې هم هغه شان دوام لری.

-------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بالاخره دا خبره تائید کړه چې په سوریې کښې د دغه هېواد هیلی کاپټر داعش په امریکائی توغنده ای سره نسکور کړے دے.

----------

ورځپاڼې د یمنی خبری سرچینو له قوله ولیکل سعودی عربستان په یمن باندې د حملو یوه نوې مرحله شروع کړه.

--------

ورځپاڼې د عراق د وزیراعظم له قوله ولیکل د نېنوا صوبې خلق دې د داعش له ترهه ګرو څخه د خپلې سیمې د ازادولو لپاره اماده شی.

---------

اطلاعات ورځپاڼې د روسیې د چارواکو په حوالې سره ولیکل له نېټو سره په جنګ کښې به د امریکې توغنده ای سېسټم نیست او نابود کړوو.

-------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د ایران د امنیت د عالی شورا د سېکتر او د معظم رهبر د استازي شمخانی په حوالې سره چې دعراق د اسلامی عالی جرګې له مشر سید عمار حکیم سره یې کتنه کوله ولیکل، ایران به له سوریې او عراق سره خپلو مشاورتی مرستو ته دوام ورکړی.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د کړکیچ په سختېدو سره د هند امنیتی ځواکونو په حمله کې د وژل شویو کشمیری مظاهره چیانو شمېر شلوته ورسېد.

-------

ورځپانې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د یمن د پوځ هوائی دفاع په صنعا ولایت کې د سعودی ائتلاف یوه جاسوسی الوتکه نسکوره کړه

--------

جمهوری اسلامی ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځ د موصل پینځه نور کلی له داعشی ترهه ګرو ازاد کړل.

--------

ورځپاڼې په خپلی یو تحلیلی رپوټ کښې ولیکل په وارسا کښې د نېټو د غونډې مقصد د روسیې محاصره کول وو.

-----

ورځپاڼې ولیکل په سوریې کښې ترهه ګرو په میدعا سیمه باندې د دغه هېواد فوځی ځواکونو تسلط حاصلو تائید کړل.

--------

ورځپاڼې د ترکیې د سرچینو له قوله ولیکل اوردغان به ډېر سره د شام له ولسمشر بشار اسد سره د لیدنې کتنې لپاره دمشق ته لاړ شی.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د هند په مختلفو سیمو کښې د سختو بارانونو له قبله پینځلس تنه ووژل شول.

--------

ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل، په امریکه کښې د نژاد پرستۍ په خلاف د تور پوستکو د مظاهرو په دوران کښې دوه سوه تنه ونیول شول.

------

ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان په بندر پوله ایزه سیمه کښې د دغه هېواد د فوځ په ډرون حمله کښې طالب قوماندان عمر نرے سره له خپلو دریو ملګرو ووژل شو.

------

جنګ ورځپاڼې د افغان سرچینو له قوله ولیکل، په ننګرهار صوبه کښې د دغه هېواد حکومتی ځواکونوپه هوائی او زمکنیو عملیاتو کښې دولس داعشی ترهه ګر هلا ک او یو شمېر ژوبل شول.

-------

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په وارسا کنفرانس کې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر غنی د څرګندونو او د نوموړی هېواد د غبرګون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشرغنی په خبرو غبرګون ښودلی او دا یې له ناهیلۍ ډکې څرګندونې بللې دی.

سرنوشت لیکلی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ولسمشر غنی تورونه رد کړی دی.

په مطلب کې راغلی محمد نفیس رسنیو ته ویلی، د ناټو په غونډه کې د افغان ولسمشر په څرګندونو ناهیلی شوی یو، نوموړی ویلی افغانستان تل پر پاکستان بې ځایه تورونه پورې کوی. ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلی چې افغان حکومت باید د ترهګرۍ پرضد په روانه مبارزه کې له دوی سره همکاری وکړی.

-------

هېواد دولتی ورځپانې بیا په همدې اړه په وارسا کنفرانس کې د ولسمشرغنی د څرګندونو مهم ټکی راخېستې دی.

هېواد په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلی، ولسمشر په وارسا کې د ناټو سرمشریزې ته ویلی، د پاکستان په وسیله د سولې لپاره د افغانستان هڅې ناکامه شوی ځکه چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو تر منځ توپیر کوی.

---------

سرخط ورځپاڼې لیکلی، په وارسا کې د ولسمشر غنی څرګندونو د پاکستان چیغې پورته کړې.

په سرمقاله کې راغلی چې په دغه غونډه کې افغان ولسمشر د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر کړنو شدید انتقادونه وکړل.

د سر مقالې لیکوال لیکی، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په یوې نړیوالې غونډه کې په څرګند ډول د پاکستان د کړنو په اړه انتقاد کوی.

------

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د پخوانی ولسشمر حامد کرزی په حوالې سره ولیکل،افغانان باید راتلونکی ته هیله ولری، موږ باید ناکام نه بلکې کامیاب شو.

--------

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې ټورنټو سټار په خپله تازه ګڼه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د مالی او پوځی مرستو پر دوام لیکنه خپره کړې ده. او لیکی د کاناډا لیبرال حکومت په پام کې لری، په افغانستان کې له مرستندویو پروژو او افغان امنیتی ځواکونو سره د کاله څه باندې ١٥٠ ملیونه ډالره مرسته وکړی.

---------