د ټرمپ د جګړې مرستیال وزیر هم استعفا ته مجبوره شو
-
د امریکا د دفاع وزیر مرستیال او د فوځ وزیر ډریسکول
پارس تودی- «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې راپور ورکړی چې «ډن ډریسکول»، د امریکا د جګړې وزیر مرستیال او د پوځ وزیر، له «پیټ هېګسېت» سره له څو میاشتو لانجو وروسته استعفا کړې ده.
د پارس تودی د راپور له مخې، د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي: د امریکا د جګړې د وزیر مرستیال ډریسکول له پیټ هېګسېت سره د پوځ د مسیر او د دغه ځواک د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو د ګوښه کولو پر سر له څو میاشتو اختلافاتو او لانجو وروسته استعفا کړې ده.
د دې راپور له مخې، ډریسکول مخکې د امریکا د پوځ د پخواني لوی درستیز «رېنډي جورج» سره نږدې اړیکې لرلې؛ هغه کس چې هېګسېت له خپلې دندې ګوښه کړی و.
والسټریټ ژورنال تر دې مخکې راپور ورکړی و چې تمه کېده ډریسکول به د روان کال په پای کې له خپلې دندې استعفا وکړي او ښايي تر هغه هم مخکې دغه دنده پرېږدي.
پیټ هېګسېت، د امریکا د جګړې وزیر، د اپرېل په میاشته کې په ناڅاپي توګه د پوځ لوی درستیز جنرال رېنډي جورج له دندې ګوښه کړ، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د هغه د دایمي ځایناستي لپاره څوک نه دي نومولي.